1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: په زرهاوو کسانو د کرونا قیوداتو پرضد مظاهرې وکړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

پرون شنبه بیا د جرمني په ډیرو ښارونو کي د کرونا د قیوداتو د سیاست پرضد سختي مظاهرې وسوې. اکثرو مظاهره کونکو کرونا یوه دسیسه بلله او ویل یې، چي دا موضوع د دیموکراسۍ د ضعیفه کولو او له منځه وړلو پخاطر رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/3cM2S
Deutschland Corona-Demo in Stuttgart
انځور: Getty Images/T. Lohnes

په شتوټګارت کي د مظاهرې د شروع کیدو ترمخه لا د ۵۰۰۰ اجازه ورکول سوو کسانو تعداد پوره سوی ؤ. په مونشن کي هم تر ۱۰۰۰ تنو اجازه ورکول سوو کسانو څخه لا ډیرو کسانوغوښتل په مظاهره کي برخه واخلي . د هغوی مظاهره تر ډیره حده پوري سوله ایزه وه. د مونشن ښاروالۍ د ۱۰۰۰ تنو او دوه ساعته مظاهرې اجازه ورکړې وه او ۱،۵ متر فاصله باید مراعت سوی وای.

په شتوټګارت کي اصلأ نیم ملیون کسانو د مظاهرې غوښتنه کړې وه، خو ښارولۍ ورته د ۵۰۰۰ کسانو د ګډون اجازه ورکړه. هغه چا چي ماسکونه نه ول ایښي، پر هغو باندي د ۳۰۰ یورو جریمه وضع سوه.

د جرمني په نورو ښارونو، لکه برلین، لایپزیک ، بریمن او فرانکفورت کي هم د کرونا د قیوداتو پر ضد مظاهرې تر سره سوې. په فرانکفورت کي تقریبأ ۱۵۰۰ مظاهره کونکو دانسانانو ترمنځ د تماس نیولو د محدودیت پرضد مظاهره وکړې.

Deutschland | Corona-Proteste
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

هغوی پر لوحو باندي داسي شعارونه لیکلي وه:» انساني کرامت تر ټولو لوړ مقام او اولویت لري، نه د هغوی صحت«، »ټلویزون ته غوږ مه نیسئ، د خپل عقل څخه کار واخلئ.«،»د درواغو پرضد هیڅ ماسک کومک نه کوي.«او یا »واکسیونونه بند کړئ.«

په هامبورګ کي بیا تقریبأ ۲۰۰ مظاهره کونکو د » نظافتي تدابیرو او کرونا واکسین د مکلفیت«پرضد مظاهرې وکړې. دا هم پداسي حال کي ده، چي ښاروالۍ هغوی ته په مظاهرو کي د ۵۰ تنو د اشتراک اجازه ورکړې وه. دلته هم ډیرو مظاهره کونکو ماسکونه نه وه اغوستي او نه یې هم معینه فاصله مراعتوله.

د ډیرو اوونیو راهیسي په جرمني کي دکرونا د قیوداتو پرضد مظاهرې کیږي. په هغوی کي داسي کسان هم شرکت کوي، چي کرونا یوه دسیسه بولي، ښی اړخي نشنلسټان، د واکسین مخالفین او نور ډیر.

دویچه ویله الماني، :ق ن/ا.ا