1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په آلمان کي بيا سخت محدودیتونه رامنځته کيږي

۱۳۹۹ آبان ۸, پنجشنبه

د آلمان حکومت پریکړه وکړه چي ددغه هیواد اتباع دي د کرونا له دوهمي څپې سره د سختو محدودیتونو په مراعاتولو سره مقابله وکړي. دغه نوي مقررات سر له دوشنبې څخه پیل او د نوومبر تر پایه ادامه پیدا کوي. خو هغه کوم محدودیتونه دي؟

https://p.dw.com/p/3kaRD
Marienplatz München Corona
انځور: Andreas Gebert/Getty Images

آلمان په نوومبر میاشت کي د کرونا پاندیمي له سختي څپې سره د مخامخ کيدو تمه لري. د کرونا وبا د پراخیدو د مخنیوي له پاره ددغه هیواد حکومت او ایالتونو پریکړه وکړه چي شدید محدودیتونه رامنځته کړي. دغه تدابیر به په اول سر کي د نوومبر تر پایه ادامه پیدا کړي چي له امله به یې ځیني اقتصادي څانګي هم یو وار بیا زیانمني سي.

د آلمان د رسنیو په حواله، صدراعظمي انګیلا میرکل او د ۱۶ ایالتونو لومړي وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د یوې ویدیويي غونډي له لاري، د اتباعو د اړیکو د سختو محدودیتونو د وضعه کولو پر سر توافق ته سره ورسیدل.

همدااوس په آلمان کې د کرونا ویروس په شدد سره د پراخیدو په حال کې دی او د اخته کسانو شمیر هره اونۍ دوه برابره کیږي. دغه سخت تدابیر به سر له دوشنبې څخه عملي او د نوومبر تر پایه به ادامه پیدا کړي.

تصویب سوي محدودیتونه:

 

  • فردي اړیکي: په عمومي ځایونو کي یوازي د دوو کورنیو غړي او تر حد اکثر لسو تنو پوري د ملاقات اجازه لري.

 

  • ټول رستورانتونه، کافي ګاني او مېلمستونونه به د نوومبر له ۲ می څخه وتړل سي. مراجعین کولای سي یوازي پخه ډوډۍ له دغو رستورانتونو څخه واخلي او له ځانه سره یې کورته یوسي.

 

  • د مخ آرایشګاوي به هم وتړل سي، دا ځکه چي په هغو کي د واټن نیول ناممکن وي. خو د وېښتانو د جوړولو صالونونه یا سلمانۍ ګاني به پرانیستي وي. طبي درملنه لکه فیزیو تراپي به هم ادامه ولري.

 

  • سوپر مارکیټونه او ټکټ پلورنځۍ به پرانیستي وي خو هغوی باید دا مقررات هم په پام کي ونیسي چي څومره مشتریان به پر یوه وخت په دوکان یا مغازه کي حضور ولري.

  •  

  • مکتبونه او وړکتونونه به پرانیستي وي.

  •  

  • ورزشي کلبونه به وتړل سي.د  هغوی تمرینونه بند دي خو په آزاده فضا کي انفرادي ځغاستو ته اجازه ورکول کیږي. لامبوځایونه به هم وتړل سي.

  •  

  • د هیواد په دننه کي د سیلانیانو له پاره د خوب یا استراحت د ځایونو عرضه کول منع دي. یوازي د کاري او ضروري سفرونو پر وخت اجازه ورکول کیږي.

هغه شرکتونه چي د کرونا بحران او د هغه له محدودیتونو سره ډیر مخامخ دي او کارګران یې تر ۵۰ کسانو پوري وي، د جرمني د مالیې وزارت غواړي د هغوی د تیرکال عایداتو په پرتله ۷۵ سلنه او هغه شرکتونه چي کارګران یې تر دې ډیر وي، د هغوی د عایداتو ۷۰ فیصده ورکړي. ویل کیږي چی ددغو مالي مرستو حُجم شاوخوا ۱۰ میلیارده یورو ته رسیږي.

د آلمان حکومت له خوا ددغو شدیدو محدودیتونو د رامنځته کیدو علت، په کرونا باندي د نوو اخته کسانو د شمیر سخت ډیریدل دي. د رابرت کوخ انستیتوت په حواله د چهارشنبې ورځي ترسهاره په یوه ورځ څه ناڅه ۱۵ زره نوي کسان په کرونا اخته سوي.

د میرکل په حواله، که د اتباعو د اړیکو په هکله دومره سخت تدابیر رامنځته نه سي، نو ښايي په یوه اوونۍ کي د اخته کسانو شمیر د ورځي ۲۸ زرو ته ورسیږي.

(AG) گ.پ/ن.ز