1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: د امريکا په فضا کې د چين يو «جاسوسي بالون» ليدل شوی

۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

په واشنګټن کې ويل شوي دي چې دغه بالون د امريکا هوايي قلمرو ته له داخليدو راهېسې څارل کیږي. د پنتاګون په حواله ياد بالون د ملکي هوايي ترافيک له پاره کوم خطر نه پيښوي. کاناډا هم ويلي دي چې په خپله فضا کې يو بالون تعقيبوي.

https://p.dw.com/p/4N3Oa
د چين دغه احتمالي څارگر بالون په مونتانا سيمه کې ليدل شوی دی
د چين دغه احتمالي څارگر بالون په مونتانا سيمه کې ليدل شوی دیانځور: Larry Mayer/The Billings Gazette/AP/dap/picture alliance

امريکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې پنتاګون د چين دغه احتمالي څارګر بالون تعقيبوي چې د امريکا په لوېدیځ کې د دغه هيواد په فضايي حد کې له څو ورځو راهېسې پرواز کوي.

د امريکا دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي خبريالانو ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي دي: «واضح ده چې دا بالون د څار په موخه پرواز کوي.»

دغه چارواکي زياته کړې ده چې بالون په مونتانا کې د پرواز په حال کې ليدل شوی دی او د پرواز مسير یې له بېلا بېلو حساسو ځایونه څخه تیريږي. خو دغه چارواکي په دې اړه د جزياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

چین د امریکا پر دفاعي بودیجې شدید انتقاد کړی

د يادولو وړ ده چې په مونتانا سيمه کې د امريکا مشهوره د مالستروم هوايي اډه پرته ده چې له دريو هغو ځایونو څخه يو ځای دی چې امريکا پکې خپل اتومي توغندي زيرمه کړي دي.

يوه بل چارواکي چې هغه هم د نوم نه بربنډولو په شرط خبرې کولې، وويل چې د امريکا هوا ته تر داخليدو وروسته یې د دغه بالون کنترول اخیستی دی او د پوځي الوتکو په مرسته تعقيبيږي.

د بالون د نه راغورځلو پريکړه

دغه چارواکي وويل چې امريکايي چارواکو د دغه شکمن څارګر بالون د ویشتلو له پاره، اف ۲۲ جنګي جټ الوتکې چمتو کړې وې خو بيا یې له دې کبله د دغه بالون له ویشتلو ډډه وکړه چې د پاتې شونو راغورځېدل به یې پر ځمکه خلکو ته خطر پيښ کړي.

بایدن: د چین د یرغل په صورت کې به امریکايي ځواکونه د تایوانه دفاع وکړي

د پنتاګون مطبوعاتي مرستیال جنرال پېترک لايدر زیاته کړې ده چې «بالون د تجارتي هوايي ترافيک له پاره له کارېدونکې ارتفاء ډېر لوړ پرواز کوي او پر ځمکه خلکو ته کوم فزيکی او يا پوځي خطر نه پيښوي.»

د کاناډا د دفاع وزير هم ویلي دي چې د «لوړې ارتفاء يو څارګر بالون» تعقيوي. دا ښايي «بالقوه دويم بالون» وي.

هغه د دې په اضافه کولو سره چې کاناډايان خوندي دي، وويل: «د کاناډا اسختباراتي آژانسونه له خپلو امريکايي شريکانو سره ګډ کار کوي او د بهرنيو جاسوسي خطرونو څخه د کاناډا د حساسو معلوماتو د ساتنې له پاره یې اړينو اقداماتو ته دوام ورکړی دی.»

د تایوان پر سر زياتېدونکې ترينګلتيا

دا پېښه په دسې حال کې رامنځته شوې ده چې په دې وروستیو کې د تایوان ټاپو پر سر د امريکا او چين اړيکي ترينګلي شوي دي.

د چین لوی ډیپلوماټ د امریکا سره د خبرو اترو غوښتنه کړې

چين د دغي خپلواکمنې سيمې د کنترول اخیستو هوډ لري او په دې وروستيو میاشتو کې یې د دغه ټاپو په شا او خوا کې جنګي جټ الوتکې او کښتۍ ځای پر ځای کړي دی.

خو بل لوري ته بيا امريکا تایوان په وسلو سمبالوي او ژمنه یې ورسره کړې چې د بريد په صورت کې به يې دفاع کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن به په راتلونکو ورځو کې چين ته سفر وکړي.

د امريکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سناتور مارکو روبيو چې د سنا مجلس د استخباراتي کمیټې مشر هم دی، ويلي دي چې دا پېښه د خطر زنګ دی خو د حیرانتيا وړ نه ده. په دې منځ کې د جمهوري غوښتونکو يوه بل سناتور تام کاټن له بلينکن څخه غوښتي دي چې چين ته دې خپل سفر لغوه کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: