1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین لوی ډیپلوماټ د امریکا سره د خبرو اترو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

د چین د کمونسټي حزب د خارجي څانگي نوي مشر او خارجه وزیر، وانگ یي د امریکا متحده ایالاتو او ولسي جمهوریت ترمنځ د ډیالوگ او خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Lc70
China - Außenminister Wang Yi
انځور: Yin Bogu/picture alliance/Xinhua News Agency

د نوي وظیفې تر اشغالیدو وروسته د هغه په یوه لمړنۍ عامه نوې اعلامیه کي ویل سوي؛ هغه غلطۍ او اشتباهات چي د ساړه جنگ پر مهال تر سره سوي دي ، نباید تکرار سي. 
وانگ یي «په حقیقت پسي وگرزه» په نامه حزبي اخبار دپاره په یوه مقاله کي لیکلي دي، چي غټ دولتونه باید د گډ کار کولو یو مثال وگرځي .هغه په خپله مقاله کي د روسیې سره د همکارۍ ډیریدو ته هم اشاره کړې ده. 
وانگ یي اضافه کړي دي: د امریکا متحده ایالات او چین باید داسي یوه لار پیدا کړي، چي پراساس یې متقابل احترام، سوله ایز گډ ژوند او یوه د دواړو خواوو دپاره گټوره همکاري پر یوه ښه سمت باندي رهنمايي کړي.