1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي سوډان

د سويلي سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰۰ ته رسېدلی

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د سويلي سوډان په بلو نیل ایالت کې په دوه ورځنۍ قومي جګړه کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي. د رپوټونو پر اساس جګړه تېره اوونۍ د هوسه خلکو او رقيبو ډلو تر منځ د ځمکې پر سر تر شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4IYJB
د سويلي سوډان په موندو سیمه کې د اکتوبر په ۲۰مه مظاهره چیان پر مهال
د سويلي سوډان په موندو سیمه کې د اکتوبر په ۲۰مه مظاهره چیان پر مهالانځور: Hyacinthe Ndolenodji/REUTERS

سويلي سوډان: قومي جگړه کي د مړو شمېر ۲۰۰ ته ورسېدد جمعې په ورځ په لومړيو رپوټونو کې د ۵۰ تر ۶۰ پورې کسانو د وژل کېدو ويل شوي چې بېا دغه شمیر ۱۵۰ ته پورته شو او نن شنبه د اکتوبر ۲۲مه رسمي رسنۍ خبر ورکړ چې د مړو شمیر لږ تر لږه ۲۰۰ کسانو ته پورته شوی دی. زیاته شوې چې د شدیدو ډزو له کبله په سلونو خلک له خپلو کورنو تښتېدلي، کورونه او مغازې سوځېدلې دي.

د ځايي شورا مشر، عبدالعزیز الامین وويل چې د خرطوم سویل ته په شاوخوا ۵۰۰ کيلومترۍ کې پرتې سېمې، وادلمحی، په درو کلیو کې «۲۰۰ کسان وژل شوي دي.» د دغې سېمې د روغتون مشر، عباس موسی وړاندې ويلي وو چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

امین دولتي تلویزیون ته وويل: «تر اوسه یو شمير مړي خاورو ته نه دي سپارل شوي.» هغه پر بشري ډلو او ځايي چارواکو غږ وکړ چې خاورو ته د مړو په سپارلو کې مرسته وکړي.

د فرانسې خبري آژانس د جمعې ورځې معلوماتو پر اساس، والي احمد العمده بادي «په ټول بلو نیل ایالت کې یو ۳۰ ورځنی بېړني حالت» اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، په بلو نیل کې د جولای میاشتې نه نېولې د اکتوبر میاشتې تر اوایلو پورې لږ تر لږه ۱۴۹ کسان وژل شوي او ۶۵زره نور له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.