1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین، افغانستان او پاکستان پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران نن شنبه په اسلام آباد کې پر مهمو سیمه ایزو امنیتي او سوداګریزو مسایلو خبرې کوي. عربي سمندر ته د چین لاسرسی به د دغو خبرو اترو یوه له مهمو موضوعاتو څخه وي.

https://p.dw.com/p/4Qyga
Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
د افغانستان له پاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي: آرشیف انځورانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ د سیاسي خبرو اترو له پاره د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسیدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله د دغو خبرو اترو هدف چې نن د شنبې په ورځ به په اسلام آباد کې ترسره شي، امنیت، سوداګري او په سیمه ایزه کچه ګډ کار دی.

د سمرقند غونډه، روسیه او ګاونډي هېوادونه پر افغانستان غږیږي

تر ټولو دمخه به دغه درې هیوادونه د اورګاډي پټلۍ د جوړولو پر یوې پروژې خبرې وکړي چې په پام کې ده د افغانستان او پاکستان له لارې به چین له عربي سمندر سره وصل کړي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

سربیره پر دې پاکستان غواړي د افغانستان له پاره د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت په اړه بحث او سلا مشورې وکړي.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

پاکستان د یوې مودې راهیسې له افغانستان سره جوخت پروت ایالت خیبر پښتونخوا کې چې د پاکستاني طالبانو (TTP) مرکز ګڼل کیږي د دغې ډلې د یو وار بیا پیاوړې کیدو شاهد دی.

"پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي"

پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کوونکي ډلې پورې وابسته نه دي.

د کله راهیسې چې طالبانو یو وار بیا په افغانستان کې واک نیولی دی، له پاکستان سره یې اړیکې خړې شوي دي، خو سره له دې هم دواړو هیوادونو خپلې سوداګریزې اړیکې جاري ساتلي دي. تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم هیواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص