1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان ته د مخدره توکو په قاچاق کې زیاتوالی راغلی

۱۳۹۸ بهمن ۱۸, جمعه

د تیرو څو کلونو په پرتله آلمان ته د مخدره توکو په قاچاق کولو کې زیاتوالی راغلی دی. دغه خبره د جمعې په ورځ د آلمان حکومت کړې ده.

https://p.dw.com/p/3XQOw
Deutschland Zollfahndung stellt 670 Kilogramm Heroin sicher
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان د مالیې وزارت ارقام ښيې چې په تیر میلادي کال کې د دې هیواد ګمرکي چاراکو ۹۱۸ کیلوګرامه هیروین ضبط کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر یوازې ۶۲ کیلوګرامه وو.

زیاته شوې ده چې پر دې سربیر د ضبط شوو کوکاکین، اکستازي او آمفتامین مخدره توکو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی. د سګریټو او الکولو قاچاق بیا کم شوی دی.

Deutschland Kriminalität - Polizei beschlagnahmt Rauschgift in Bananenkartons
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen

د آلمان د مالیې وزارت د لیبرال دیموکرات ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې غیر قانوني مخدره توکي آلمان ته د ځمکې، سمندر او یا هم هوایي لارې قاچاق کیږي.

زیاته شوې ده چې د آلماني چارواکو له لوري د نیول شوو چرسو لویه برخه له مراکش هیواد څخه وه چې د هالنډ، هسپانيا او فرانسې له لارې قاچاق شوي.

له بل لوري بیا زیاتره هیروین د افغانستان، پاکستان او ایران څخه د بالکان له لارې قاچاق کیږي. کوکاین بیا له سویلي امریکا څخه له سمندري او یا هم هوایي لارې قاچاق کیږي.