1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: ناټو د هند او چين تر منځ «ستونزې» زيږوي

۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعه

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د ناټو پر پوځي ائتلاف تور لګولی دی چې د هند او چين تر منځ د «اضافي ستونزو» د رامنځته کولو له پاره «چلونه يا دسيسې» جوړوي. د هند او چين اړيکي لا دمخه ترنګلي دي.

https://p.dw.com/p/4MTqy
Russischer Außenminister Sergej Lawrow
انځور: Yuri Kochetkov/REUTERS

د هند د بهرنيو چارو وزير د خپل روسي سيال سرګې لاوروف پر دې څرګندونو له تبصرې ډډه وکړه. هغه وويل چې دا د لاوروف شخصي مشاهده ده او له هیڅ کوم هيواد سره د هند اړيکي په ټکر کې نه دي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په مسکو کې د خپلې تازه مطبوعاتي غونډې پر وخت وويل چې ناټو يوازې په اروپا کې د خلکو د ژوند تر کنترولو محدوده نه ده.

نوموړي زياته کړه: «د ۲۰۲۲م کال په جون مياشت کې د ناټو د مادرېد په غونډه کې اعلان شوی وو چې دا پوځي ائتلاف نړيوال او په ځانګړي توګه د اسيا – پاسيفيک په اړه خپل هدفونه لري.» نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «دا څرګنده ده چې هغه [ناټو] له هند سره داسې چل ول کوي چې له مخې یې د هند او چين ترمنځ اړيکې نورې هم ستونزمنې شي.»

د چین او هند ترمنځ سرحد کي نوې شخړه

لاوروف په ماضي کې هم دا ويلي ول چې د هند - پاسيفيک سيمې په تړاو به د امريکا تګلاره د هند او روسیې پر اړيکو هیڅ ډول اغیزه ونه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزير وويل: «موږ د هند ملګري يو او د دې زمينې د برابرولو هڅه کوو چې زموږ دوه ستر ملګري او ورونه هيوادونه، چين او هند له يو بل سره په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي.»

هغه زياته کړه: «دا زموږ تګلاره ده چې موږ نه يوازې د شنګهايي د همکارۍ  سازمان يا همدا راز د بريکس سازمان له لارې وده ورکوو، بلکې دا کار د «ترويکا» د ځانګړې غونډې له لارې هم ترسره کوو.»

روسيه وايي هڅه کوي چې هند او چين د سولې او آرامۍ په فضا کې سره ژوند وکړي
روسيه وايي هڅه کوي چې هند او چين د سولې او آرامۍ په فضا کې سره ژوند وکړيانځور: Sergei Savostyanov/dpa/TASS/picture alliance

نوموړي وويل چې د هند او چين په څېر هېوادونه د پراختيا په درشل کې ولاړ هېوادونه دي او د پراختيا غير عادي امکانات لري خو لویدیځ یې پراختيا او ودې ته نه پريږدي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزیر وويل: «د اقتصادي پرمختګ نوي مرکزونه د راڅرګندیدو په حال کې دي خو لوېديځ یې د مخنيوي هڅه کوي. او دا کار د يوه داسې ميکانیزم له لارې کوي چې د نړيوال کيدو د خپل چوکاټ په ترڅ کې ترې خپلې ګټې ترلاسه کوي.»

د چين پولې ته څېرمه د هند او امريکا ګډ پوځي تمرينونه

د يادولو ده چې د آسيا د دغو دوو ګاونډيانو هند او چين ترمنځ پر سرحدي لانجې سربیره ځيني نور اختلافات هم شته. د هند پر لوېدیځه پوله د دواړو هيوادونو ترمنځ له ۲۰۲۰م کال راهېسې روانه لانجه پر ډېرو هڅو سربیره هم حل شوې نه ده. په هند – پاسيفيک کې هم د چين پر پرمختګ هند سخت اعتراض لري.

هند وايي په هند – پاسيفيک اوبو کې ټول هيوادونه د تګ راتګ او وصل کيدو آزادي باید ولري او چين باید د ټولو هيوادونو ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت ته درناوی ولري.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه: