1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک ويلي چي تهران «د تاريخ پر غلط اړخ» ولاړ دی

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د آلمان د باندنيو چارو وزيري انالېنا بېربوک د ايران پر حکومت يو ځل بيا سخت انتقادونه کړي دي او د بنديزونو گواښ يې ورته کړی دی.

https://p.dw.com/p/4HxHK
د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک
د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوکانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

انا لېنا بېربوک د ايران حکومت مخاطب کړی دی، او ورته ويلي يې دي: »هغه څوک د تاريخ پر غلط اړخ ولاړ دی څوک چي هغه ښځي او انجوني چي صرف آزاد ژوند کول غواړي، په کوڅو کي وهي ټکوي، کشوي يې، ناحقه يې توقيف کوي او په اعدام يې محکوموي.« د آلمان د زرغون گوند يادي سياستوالي او د آلمان وزيري بېربوک دغه څرگندوني و »بلډ ام زونټاگ« نومي آلمانۍ ورځپاڼي ته کړي دي.
د مظاهرو دوام په ۱۰۳ ښارونو او ۴۳ پوهنتونونو کې
بېربوک زياته کړېده چي اروپايي اتحاديه به پر هغو ايراني چارواکو پر راتگ بنديزونه ولگوي او شتمنۍ به يې ور کنگل کړي څوک چي د احتجاجونو د ځپلو مسؤل دي. د هغې په وينا په ايران کي پر کوڅو د خلکو هغه ږغونه د غوږو د کڼولو تر حده جگ دي څوک چي آزادۍ غواړي.

په ايران کي د اسلامي نظام پر ضد د احتجاجونو لړۍ له څلورو اونيو راهيسي ادامه لري. دا لړۍ د هغه وروسته راپېل سوه کله چي د مهسا اميني په نوم ۲۲ کلنه مېرمنه د حجاب د اصولو د نه مراعت له کبله توقيف سوه او بيا يې په روغتون کي ساه ورکړه.

د کتونکو په وينا ورځ تر بلي په ايران کي د ولسي نافرمانۍ څپه د پراخېدو په حال کي ده. په عيني حال کي امنيتي چارواکو د احتجاج کوونکو په وړاندي تاوتريخوالی لا زيات کړی دی. د راپورونو له مخي تر اوسه په دغو پيښو کي لږ تر لږه په لسونو انسانان وژل سوي دي.

آ./ا.ا./ن.ص.