1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مظاهرو دوام په ۱۰۳ ښارونو او ۴۳ پوهنتونونو کې

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د ايران د ۳۱ ولايتونو په ۱۰۳ ښارونو کي اعتراضونه او په ۴۸ پوهنتونونو کي اعتصابونه دوام لري. په زاهدان کي د وژل شويو شمير ۸۰ ته لوړ شوی دی. د نيول شویو کسانو شمیر زياتيږي خو قضاي چارواکي د ۴۰۰ له آزادیدولو څخه خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/4Hm3M
Iran Teheran | Ausschreitungen und Proteste
انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

د سه شنبې په ماښام د تهران فردوس بڼ ته نږدې په تجريش سيمه کي مظاهرو دوام وکړ. د کردستان په دیواندره کي د یوي خپرې شوي ويديو څخه ښکاري چې امنيتي او نظامي قواوي معترضين په نخښه کوي او ډزي پري کوي.

په زاهدان کي هم د رپوټونو له مخې «جنگي او نظامي» وضعيت حاکم وو. په شیراز، اصفهان،مشهد، سنندج، سقز او کرج کي هم مظاهرو دوام کړی دی.

د مظاهره کوونکو د خپرو شويو ويدیو گانو څخه ښکاري چې اعتراض کوونکو «مرگ پر ديکتاتور» او «مرگ پر خامنه اي» شعارونه ورکړي دي. په تبريز کي هم معترضو خلکو «له کردستان څخه تر تبريز پورې د فقر، فساد او تبعيض» پر ضد شعار ورکړي دي.

اړوند مطالب:

Iran | Proteste nach dem Tod von Mahsa Amini
انځور: EPA-EFE

د مظاهرو په وروستيو ۱۹ ورځو کي د وژل شويو او ټپيانو دقيق شمير نه دی معلوم. په ناروي کي د «ايران د بشري حقونو سازمان» د سې شبنې په ورځ د وژل شويو شمير ۱۵۴ کسان اعلان کړ، خو دغه شمير هره ورځ پورته کيږي.

دغه راز تر اوسه لا څرگنده نه ده چې څومره شمير معترضين په تيرو وروځو کي نيول شوي دي. د تهران انقلابي او عامه څارنوالۍ مشر علي صالحي پرته له دي چې د نيول شويو کسانو شمير په هکله څه ووايې د ۴۰۰ نيول شويو د ازادۍ په هکله ویلي.

 اړوند مطالب:

Iran | Proteste nach dem Tod von Mahsa Amini
انځور: EPA-EFE

په زاهدان کي د وژل شويو شمير ۸۰ ته پورته شوی

د بشري حقونو شبکه "حالوش" چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، رپوټ ورکړی دی چې د سې شنبې ورځي تر ماښه پوري، په زاهدان کې تر ۸۰ ډيرو وژل شويو کسانو هويت پيژل شوی. د ټپيانو د شمير زياتوالي له کبله ښاي په راتلونکي ورځو کي د مړو شمير زيات شي. په وژل شويو کي تنکي ځوانان او ماشومان هم شامل دي.