1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهآسترالیا

اسټرالیا: د واده مراسمو د بس اوښتو له امله ۱۰ تنه مړه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د استراليا په نيو ساوت ويلز ایالت کې د يوه بس د چپه کیدو په پېښه کې چې د يوه واده ميلمانه پکې سپاره وو، لس کسان وژل شوي دي. د یاد بس چلوونکی نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4SSWa
Austalien, Greta | schweres Busunglück
انځور: Mark Baker/AP/picture alliance

د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا د سیډني په شمال کې د«هینټر واین» په سیمه کې یو بس چپه شوی چې د واده ۵۰ میلمانه پکې سپاره وو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې اړه اړوند مطلب:اسټرالیا: د هلیکوپترو په ټکر کي څلور کسان مړه سوي

چارواکو ویلي دي چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي چې دوه یې د چورلکې په واسطه انتقال شوي دي. د پولیسو په حواله دا چې بس یوې خواته اوښتی دی او مړه شوي کسان هم لا پکې دي، نو د دې احتمال شته چې نور کسان هم تر بس لاندې بند پاتې وي.

پولیس د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي

یاده پېښه د یکشنبه په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې ګریټا ښارګوتي ته نږدې سیمه کې چې د انګورو باغونو او د واده مراسمو د ځانګړو ځایونو په لرلو سره شهرت لري، رامنځته شوې ده. دا بس چې په یوه محلي شراب خانه کې له واده څخه د میلمنو د لیږدولو لپاره کرایه شوی و، پر يوه څلولاري د پېښې ښکار شوی دی.

د پېښې د کره لامل موندلو لپاره څېړنې روانې دي، که څه هم چارواکي وايي چې د پېښې پر وخت په سیمه کې ډېره لړه يا غبار موجود وو. پولیسو وویل چې داسې ښکاري چې یاد بس به ټکر شوی وي.

اړوند مطلب: په اسټرالیا کې د دوو پولیسو په ګډون شپږ کسان په ډزو وژل سوي

د پولیسو سرپرست مرستیالې ټریسي چیپمن وویل چې د بس چلونکی یو ۵۸ کلن سړی دی چې د پولیسو لخوا نیول شوی دی. د نوموړي د مخدره توکو او الکولو ازموینه هم شوې ده.

د تسلیت مراتب وړاندې کیږي

لومړي وزیر انتوني البانیز د وژل شویو او ټپیانو له کورنيو سره «ژوره خواخوږي» څرګنده کړې ده.

البانیز په ټویټر کې لیکلي: « ټول اسټرالیایان چې د هنټر سیمې له دې غمجنې پېښې په اوریدلو سره له خوبه وېښ شوي يو د بس د دې وحشتناکې غميزې له امله د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو.»هغه زياته کړې: « د خوښۍ ورځې په پای کې د داسې یوې غمجنې پېښې رامنځته کېدل واقعاً ډېره دردونکې ده.»

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

د نيو ساوت ویلز لومړي وزیر کریس مینز هم د «د دې غمجنې پیښې» له امله له اغیزمنو شویو کورنیو او د قربانيانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ss/ab (رویټرز، AP، AFP)