1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

په اسټرالیا کې د دوو پولیسو په ګډون شپږ کسان په ډزو وژل سوي

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د اسټرالیا د بریزبین ښار د ویامبلا په شمال لویدیځ سیمه کې د وسله والو او پولیسو ترمنځ ډزو پرمهال د دوو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل سوي دي. د اسټرالیا لومړي وزير دا پېښه زړه بوږنونکې بللې ده.

https://p.dw.com/p/4KrzN
Australien Wieambilla | Tödliche Schießerei | Queensland
انځور: Jason O'Brien/AAP/AP/picture alliance

په استرالیا کې له پولیسو سره د نښتو پر مهال د دوو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل سوي دي، د اسټرالیا پولیسو د برېزبن شمال لویدیځ لور ته په ۳۰۰ کېلومترۍ کې د بې درکه سوي شخص د قضیې په اړه د ویامبیله په خوا کې د لرګیو یو کوچنې کور ته تللی ول چې د وسله والو له لوري پرې ډزي وسوې.

د کوینزلنډ پولیسو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ۶ ساعته کلابندۍ وروسته دوه نارینه او یوه ښځه د ۴۵ او ۴۷ کلونو په عمر په نخښه سوي او د ډزو په پایله کې وژل سوي دي.

د دوشنبې په ورځ چې کومه پېښه ترسره سوې، لامل یې تر اوسه روښانه نه دی. خو اسټرالیايي رسنیو خبر ورکړی دی، چې په ښکاره دغه د پولیسو افسران د دې کسانو له خوا په نخښه سوی دی.

استرالیا د یوه تورن هندو په سر یو ميليون ډالر انعام ټاکلی

د کوئینزلنډ ایالت د پولیسو د اتحادیې رئیس یان لیورز استرالیايي رسنیو ته ویلي دي: «پولیسو بله لاره نه لرله» د ورکړل سویو معلوماتو پر اساس چې وژل سوي پولیس یو ۲۶ کلن او بل ۲۹ کلن دی او یو بل پولیس هم په دې پيښه کې ژوبل سوی دی. څلورم امنیتي مامورين له پېښې ژوندي وتلې او روغ رمټ دي.

Australien Wieambilla | Tödliche Schießerei | Queensland
انځور: Jason O'Brien/AAP/AP/picture alliance

د دې تر څنګ یو ۵۸ کلن سړی چې د لرګین کور په څنګ کې یې ژوند کاوه هم ژوند هم وژل سوی دی.

د دوشنبې په ورځ د يوه ګاونډي او دوو پولیسو افسرانو وژل کیدل تائید سوي ول، د عملیاتو په جریان کې پر افسرانو باندي له ډزو کولو وروسته ځانګړي کمانډو سرتیري هم سیمې ته تللې ول.

په آسترالیا کې کاتولیکانو له حکومته د افغان مهاجرو د منلو غوښتنه کړې

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د ټویټر له لارې په یوه خپاره سوی پیغام کې د دې پیښې په اړه ویلې دي: »په ویامبیله کې یوه زړه بوږنونکې پیښه سوي او د هغه کورنیو له پاره چې د عملیاتو پرمهال یې د کورنۍ غړي او دوستان له لاسه ورکړي، یوه زړه بوږنوونکې ورځ وه.»