1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د پاکستان پوځ وايي لس عسکر يې وژل سوي دي

۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

په بلوچستان کې وسله والو یاغیانو د پاکستان پوځ پر یوې پوستې باندې د برید کولو ادعا کړې وه. د پاکستان پوځ اوس ویلي دي چې په دغه برید کې یې ۱۰ عسکر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/46D7w
Pakistan Militäroperation gegen Kämpfer in in Loralei, Provinz Balochistan
آرشیف انځورانځور: DW/A.G. Kakar

د بلوچستان ایالت د ګوادر بندر شمال لور ته په کیچ سیمه کې د سه شنبې په ورځ شوی برید په تیرو کلونو کې یو له سختو بریدونو شمیرل کیږي. بلوڅ بیلتون غوښتونکي پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې وژل شوو عسکرو ته د درناوي په وړاندې کولو سره ویلي دي چې د خپل هیواد «د هر ډول ترهګرۍ څخه د پاکولو پر عزم ټینګ ولاړ دی.»

د پاکستان پوځ ویلي دي چې دوی په تصفیوي عملیاتو کې چې لا هم ادامه لري، یو بریدګر وژلی او درې نور نیولي دي.

بلوڅ لبریشن فرنټ، چې پاکستان یې یاغي ډله بولې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې رویټرز خبري آژانس ته په استول شوې یوه اعلامیه کې ادعا کړې ده چې ۱۷ عسکر یې وژلي دي او د دوی یو غړی هم وژل شوی دی.

د بلوڅانو چریکان د حکومت پر ضد له لسیزو راهیسې د بیلتون له پاره وسله واله جګړه کوي او وایي چې د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان ایالت ګاز او نورو طبیعي زیرمې په غیرمنصفانه ډول اخراجوي.

چین په بلوچستان ایالت کې په عرب سمندرګي کې د ګوادر بندر په جوړولو او په دغه سیمه کې په نورو پروژو کې ښکیل دی چې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز لارې پروژه کې شامل دي چې لګښت یې ۶۰ میلیارده ډالر دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې یاغیان زیاتره مهال په دغه ایالت کې د ګاز پروژې، همداشان نورې زیربناوې او امنیتي پوستې په نخښه کوي، خو د پاکستان په نورو برخو کې یې هم په بریدونو لاس پورې کړی دی. 

رپوټ زیاتوي چې وسله وال د چینایانو له خوا پرمخ وړل کیدونکې پروژې هم په نخښه کوي او د پاکستان پر دې ډاډ سربیره چې د چینایي پروژو د ساتلو له پاره خپلو ټولې هڅې کوي بیا هم ځیني مهال چینایي اتباع هم په دغه بریدونو کې وژل کیږي.

پاکستان پر هند باندې هم تور پورې کوي، چې په پټه د دغو یاغیانو ملاتړ کوي. خو هند دغه تورونه ردوي.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل