1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په وسله وال بريد کې لږ تر لږه ۳۸ شعيه مسافر وژل شوي

شبنم الکوزۍ د اسوشتيد پريس له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله وسله والو په خيبر پښتونخوا کې د موټرو پر کتار چې شعيه مسلمانان پکې سپاره ول، ډزې کړي او لږ تر لږه ۳۸ کسان یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4nG8O
آرشيف انځور: په باجوړ کې تر بريدو وروسته د ټپيانو انتقال
د کرمې د پیښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلې.انځور: Rescue 1122 Head Quarters/AP/picture alliance

د چارواکو د معلوماتو پر اساس وسله والو نن، پنجشنه (د ۲۰۲۴م کال د نوامبر ۲۱) د خيبر پښتوخوا په کرمه کې د موټرو په کتار چې شعيه مسافرين پکې سپاره ول، ډزې کړي دي چې له امله یې د شپږو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

پولیسو وویل چې دا په وروستیو کلونو کې په سيمه کې تر ټولو خونړی برید دی. په کرمه کې په دې وروستیو میاشتو کې د اکثریت سني مسلمانانو او لږکیو شیعه ګانو ترمنځ فرقه ییزو نښتو له امله هم لسګونه کسان وژل شوي دي.

د یادې پیښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلې. دا تازه پېښه وروسته له هغې را منځته شوې چې سيمه ایزو چارواکو هغه لویه لاره بیرته پرانستله چې له اونیو را په دیخوا د خونړې بریدونو له امله تړل شوې وه.

د پولیسو يوه ځايي چارواکي عظمت علي ویلي، څو موټرې چې مسافر پکې سپاره وو، د پاړه چنار له ښار څخه د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته روانې وې، د وسله والو له خوا په نښه شوي او ډزې یې پرې کړي دي.

هغه وویل چې لږ تر لږه لس تنه مسافر په روغتون کې بستر دي.

بريد په کلکه غندل شوی

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. هغه چارواکو ته امر وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې د برید طرحه یې جوړه کړې وه.

یوه ځايي شعيه مشر باقر حیدري، دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې «ترهګرو زموږ بې ګناه خلک له پېژندلو وروسته شهیدان کړې دي».

هغه ویلي دي چې کیدای شي د شوي برید له امله د قربانیانو شمیر لا پسې ډیر شي.  

شعيه مسلمانان د پاکستان د اکثریت سني ۲۴۰ میلیون نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي چې د دواړو مذهبي ټولنو ترمنځ د فرقه یي دښمنۍ تاریخ لري.

که څه هم دوی په هیواد کې په پراخه کچه په سوله ایزه توګه ژوند کوي، خو په ځینو سیمو کې د لسیزو راهیسې تاوتریخوالی هم شتون لري، په ځانګړې توګه د پښتونخوا په کرم ولسوالۍ کې، چیرې چې د شعيه ګانو نفوذ ډېر دی.

د روان کال په جولای میاشت کې په کرمه کې د سني اوشعيه مسلمانانو تر منځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو نږدې ۵۰ کسان ووژل شول.

پاکستان دا مهال په شمال لويديځ او جنوب لويديځ کې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره د استخباراتو پر بنسټ عمليات کوي، چېرته چې اورپکي او بېلتون غوښتونکي اکثره پوليس، پوځيان او ملکي وګړي په نښه کوي. په دغو سیمو کې د زیاتره تاوتریخوالي پړه پر پاکستاني طالبانو او د بيلتون غوښتونکو بلوچانو پر «بلوچ لیبریشن آرمی» باندې اچول کيږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د پاکستاني راکیټونو قرباني کورنۍ د سولې ارمان په زړه کې لري

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل