1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د قبایلو ترمنځ نښتو کې ۳۰ کسان وژل شوي

۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبه

د خیبر پښتونخوا په کُرمه سیمه کې د دوو قبایلي ډلو ترمنځ د نښتو په تازه پيښه کې نور ۱۰ کسان وژل شوي دي. په دې ترتیب له پنځو ورځو راهیسې په روانه جګړه کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4l5fk
د خیبرپښتونخوا قبایلي سیمې چې پخوا فاټا بلل کیدل
سیمه ایزو خلکو ویلي دي چې سیالو ډلو د یوه بل د ځایونو د ویشتلو له پاره له درنو وسلو څخه کار اخیستی دیانځور: Fatima Nazish/DW

د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې کُرمه سیمه کې د دوو سیالو قبایلي ډلو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپټمبر ۲۵) په تازه نښتو کې ۱۰ کسان نور هم وژل شوي دي. په دې توګه له تیرو پنځو ورځو راهیسې په دې سیمه کې د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۰ کسانو ته رسیدلی دی. د چارواکو په حواله په دغو نښتو کې ۷۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

چارواکو دمخه ویلي ول چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د شعیه او سني قبایلو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي، خو د پاکستان د مشهورې ورځپاڼې «ډان» په حواله په تازه نښتو کې د نورو لسو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د دغو ډله ایرو نښتو اصلي علت د ځمکې پر سر شخړه ده، چې په اصل کې پنځه ورځې دمخه د افغانستان پولي ته نږدې کُرمه کې پیل شوې وه.

پولیس او طبي سرچینې وایي چې د بره کُرم بوشهره قبایلو  د احمدزیي قبایلو پر ځمکه د مرچلو جوړول شروع کړل چې له امله یې تازه نښتې پيل شوې. هغوی ویلي دي چې جګړه نورو سیمو ته هم غځیدلې ده.

دغو سرچینو زیاته کړې ده چې په بالش خیل، صده، ښارکلی، پیواړ، مقبل او نورو سیمو کې په تازه نښتو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د دغو مسئولینو په وینا د جګړې له کبله د مرکزي پاړاچنار لویه لار او د سیمې نور سړکونه د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

په کُرمه کې د نظم عامه یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «په لسګونو کورونو ته زیان رسیدلی دی. د حکومت او نورو قبایلو له خوا د جګړې بندولو ټولې هڅې ناکامه شوي دي.»

دغه چارواکي ویلي دي چې د ګډوډۍ له کبله په سیمه کې ټولې تعلیمي ادارې تر یوه نامعلوم وخته پورې تړل شوي دي. سیمه ایزو خلکو ویلي دي چې سیالو ډلو د یوه بل د ځایونو د ویشتلو له پاره له درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.

چارواکو له قبایلي مشرانو څخه مرسته غوښتې ده

د ایالتي حکومت ویاند، بیرسټر سیف علي وویل چې چارواکي د کړکیچ د کمولو له پاره له قومي یا قبایلي مشرانو سره یوځای کار کوي. نوموړي زیاته کړه چې دوی د جګړې درولو له پاره هر ممکن کوښښ کوي.

د کُرمې سیمه یا ولسوالي په دې وروستیو کلونو کې د شعیه او سني قبایلو ترمنځ په ډله ایزو نښتو کې ښکېله ده. همدا د روان کال په جولای میاشت کې د ځمکې پر سر د قبایلو ترمنځ نښتو کې په لسونو کسان ووژل شول. پاکستان یو مسلمان سني اکثریت لرونکی هیواد دی او شعیه لږکۍ د دغه هیواد د نفوسو نږدې ۱۵ سلنه دي. 

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

خیبرپښتونخوا؛ په بنو کې پر لاريون کوونکو ډزې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب