1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په افغانستان کې یو بل خبریال ووژل شو

۱۳۹۹ دی ۱۲, جمعه

د غور ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یو خبریال د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو او فعالینو هدفي وژنو شدت موندلی دی.

https://p.dw.com/p/3nRKN
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نیټه) غور ځايي چارواکو وویل چې نامعلومو وسله والو کسانو یو خبریال په ډزو وژلی دی. د دې ولایت د والي مرستیال حبیب الله رادمنش د آلمان خبري آژانس ته د دې پیښې په هکله وویل: «بسم الله عادلي ایماق نن تر غرمې وروسته په مرکز فیروز کوه کې پر ځايي وخت شاوخوا ۴ نیمو بجو ووژل شو.»

دغه چارواکي زیاته کړه چې ایماق په دې ولایت کې د یوې خصوصي راډیو مسوول مدیر وو او همدا راز یې مدني فعالیتونه هم کول. دا په داسې حال کې ده چې هغه همدا تیره اونۍ، پر خپله فسبوک پاڼه د ګواښونو او د پر خپل ځان د برید په هکله هم لیکنه کړې وه.

Pakistan Journalisten Mord Pressefreiheit Medien
انځور: picture-alliance/dpa/T.Mughal

دا په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شپږم خبریال دی چې وژل کیږي. د تیر کال له نوومبر میاشتې راهیسې، په افغانستان کې پر خبریالانو باندې هدفي وژنو شدت موندلی دی. په دې ډله کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش، د آزادۍ راډیو خبریال الیاس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس راډیو تلویزیون خبریاله ملاله میوند، د آریانا نیوز کارمند فردین امیني، د اسوشیتید پریس خبریال رحمت الله نکیزاد او ډېر مدني فعالان وژل شوي دي.د خبريالانو له پاره تر ټولو خونړی کال

د بې پولو خبریالانو سازمان هم ویلي دي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د رسنیزو فعالیتونو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی. دغه سازمان ویلي چې مکسیکو، عراق، افغانستان، هندوستان او پاکستان د رسنیو او خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیوادونه دي.