1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو د بشري حقونو سرغړوني بايد تعقيب شي»

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د بخښنې نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو پر غړيو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو مخ پر خرابيدونکي وضعيت ته په کتو سره د لاس په کار کيدو غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4OI3m
آرشيف انځور: په کابل کې د ښځو لاريون
آرشيف انځور: په کابل کې د ښځو لاريونانځور: AFP

ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان چې په لندن کې مقر لري، د دوشنبې په ورځ له نړيوالو وغوښتل چې د طالبانو معافيت بايد له منځه يوړل شي.

د دې سازمان مشرې اګنېس کالامارد وويل: «اوس یې وخت دی چې نړيوال خپل تکراري عامه بيانونه په عمل کې تعقيب کړي.» هغې زياته کړه: «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په چټکۍ سره د خرابيدو په حال کې دی.»

اړونده موضوع:م.م. اسلامي هيوادونو ته: طالبان له ۱۳ پيړۍ ۲۱ ته راولئ

کالامارد په خپلو خبرو کې زياته کړې چې طالبانو هره ورځ «بې رحمه» [له بشري حقونو] سرغړونې کړي دي.

 

نوموړې وويل چې دغه ډله نه هم د دې توان لري او نه دې ته چمتو ده چې په خپلو ليکو کې د بشري حقونو څخه ترسره شوې سرغړونې تعقيب کړي. د هغې په خبره له همدې امله بايد په افغانستان کې يوه خپلواکه د کنترول مرجع رامنځته کړل شي.

اړونده موضوع:طالبانو بیا یوولس کسانو ته علني سزا ورکړې

له هغه وخت راهېسې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې طالبان په دويم ځل واک ته ورسېدل، ايمنستي انترنيشنل د ښځو د حقونو د فعالانو، ژورناليستانو او په پنجشير ولايت کې د ملکيانو د نيولو او په درو ولايتونو کې د هرازګانو د ډله ایزو وژنو رپوټونه مستند کړي دي.

د دې سازمان له خوا زياته شوې چې طالبان نیول شويو کسانو ته د قانوني مرستې ترلاسه کولو او له خپلو خپلوانو سره د تماس نيول اجازه نه ورکوي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له فيسبوک پاڼې څخه: