1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اميتاب بهچن ۷۸ کلن شو

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

د هندوستان سینما مشهور هنرمند اميتاب بچن ۷۸ کلن شو. هغه په خپله فیسبوک پاڼه کي له خپلو ټولو مينوالو څخه مننه کړې چې ده ته يې دکليزې مبارکي او دعاګانې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3jlGm
Hochzeit Indien Isha Ambani Anand Piramal
انځور: AFP/Getty Images/S. Jaiswal

د هندوستان سینما وتلی ستوری اميتاب بهچن نن (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۱مه) ۷۸ کلن شو. بچن د ۱۹۴۲ کال د اکتوبر مياشتې په يوولسمه د بريتانوي هند په الله آباد ايالت کې زيږيدلی دی.

اميتاب بهچن د خپلې زوګړې ورځ په مناسبت له خلکو مننه کړې ده هغه ليکلي دي: «ستاسو سخاوت او مينه زما دپاره تر ټولو ستره ډالۍ ده.... زه شايد له دې څخه زياته توقع ونه شم لرلی.»

د هندوستان فلمي شخصيتونو پر خپلو فیسبوک پاڼو يا خپلو نورو د ټولنيزو رسنيو پر پاڼو اميتاب بچن ته د هغه د کليزې مبارکي ويلې او دعاوې يې ورته کړي دي.

Sholay Bollywood Film 1975 EINSCHRÄNKUNG
امیتاب بهچن د ۱۹۷۵ کال رميش سيپې په شعلې فلم کې له دهرمندر، سنجېو کمار او امجد خان سرهانځور: Mskadu

فلمي نامتو اداکار سنجيدت ليکلي: «ښاغلی اميتاب بچن د زوکړې ورځ مو مبارک. ستاسو د کلونو کلونو مينې، لارښوونو او زده کړو څخه ډيره مننه کوم...»

د باليوود بل وتلي ستوري اجې ديوګن بيا ليکي: «ښاغلي اميت، د کليزې بيا راتک دې ډير ډير مبارک وي. يو ښه کال په مخ کې ولرې...»

اميتاب بهچن له ۱۹۶۹ کال راهيسې په هندي فلمونو کې کار کوي او تر اوسه يې په څه باندې دوه سوه فلمونو کې مختلف رولونه لوبولي دي. هغه تر ټولو ډیر په ۷۰مه ميلادي لسيزه کې شهرت ته ورسيد او د هغه وخت ډير مشهور فلمونه يې، ديوار، شکتي، شعلې او زنجير دي. اميتاب بهچن د پرکاش مهره تر زنجير فلم وروسته ډير مشهور شو. په دغه فلم کې له هغه سره جيابهادري کار کړی چې وروسته يې ورسره واده وکړ.

اميتاب بهچن يو زوی ابهيشک بچن او يوه لور شيويتا بچن نندا لري.