1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاظمي قمي د ایران د حق آبې د تامین غوښتنه کړې

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، په افغانستان کې د دغه هیواد د سفیر په توګه کار پیل کړ. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د ایران د حق آبې د تامین غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4MZyc
Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
انځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله کاظمي قمي ویلي دي: «د اوبو ارزښت په پام کې نیولو سره، باید هڅه وشي اوبه په داسې شکل مدیریت شي چې د ضایع کیدو مخه یي ونیول شي او د ایران حق دغه هیواد ته ورسیږي.»

آيا د اوبو پر موضوع به د ايران او طالبانو اړيکې ترينګلې شي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران د حق آبې په هکله ویلي دي چې دوی د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱کال تړون ته ژمن دي. خو «د ورښتونو د کمښت کچه د اوبو د کمښت سبب شوې ده.»

د حق آبې مسئله د ایران او افغانستان ترمنځ یوه پخوانۍ ستونزه ده.

د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو تړون له مخې، د هلمند له رود څخه د ایران حق آبه په کال کې د ۸۲۰ میلیونه متر مکعب معادل کیږي چې د بارانونو د وضعیت په پام کې نیولو سره کیدای شي په مختلفو میاشتو او فصلونو کې یې اندازه توپیر وکړي.