1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د بريکس په غونډه کې د ګدون غوښتنه کړې

۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبه

د طالبانو يوه چارواکي د بريکس له اقتصادي فورم سره د یوځای کيدو د تمايل په اړه خبره کړې ده. د طالبانو له لوري دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې يو څه موده وروسته د روسیې په کازان کې د بريکس سرمشریزه جوړيږي.

https://p.dw.com/p/4l5c7
کابل، افغانستان
د بريکس له بنسټګرو هېوادونو لکه چين او روسیه سره د طالبانو اړيکي د ودې په حال کې دي.انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د طالبانو يوه وياند د سې شنبې په ورځ په روسيه کې د بريکس د سرمشریزې دمخه ويلي دي چې د دوی اداره هم غواړي د بريکس په غونډه کې ګډون وکړي.

د بريکس په نوم د نويو راټوکيدلو اقتصادونو د مشرانو دا غونډه چې د برازيل، روسیې، هند، چين او جنوبي افريقا هېوادونه پکې شامل دي، د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۴مې نیټې پورې د روسیې په جنوب لویدیځ ښار کازان کې جوړيږي.

د طالبانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت، وويل: «د سترو وسايل څښتن هېوادونه او د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادونه په ځانګړي توګه روسيه، هند او چين له بريکس فورم سره تړلي دي.»

فطرت وويل: «دمګړۍ موږ له دوی سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړيکي لرو. موږ ليوال يو چې خپلې اړيکي پراخې کړو او د بريکس په اقتصادي فورم کې شریک شو.»

د طالبانو اداره تر اوسه په رسمي توګه د نړۍ د يوه هېواد له لوري هم د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه ده پيژندل شوې، خو د بريکس له بنسټګرو هېوادونو لکه چين او روسیه سره یې اړيکي د ودې په حال کې دي.

د بريکس اقتصادي فورم لمن په دې وروستيو کې پراخه شوې او ايران، متحد عربي امارات، مصر او ايتوپيا پکې شامل شوي دي. 

بريکس يا غړيو هېوادونو یې تر اوسه په ښکاره د طالبانو د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې په روسيه کې د بريکس د غونډه د بلنې په هکله «تر اوسه معلومات» نه لري.

مسکو او پيکنګ دواړو په افغانستان کې په تجارتي پروژو کې پانګونې ته چمتووالی ښوولی دی او په افغانستان کې یې د «اسلامي دولت» يا داعش د خراسان څانګې سره د مبارزې له پاره د طالب چارواکو سره د همکارۍ خبره کړې ده.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل