1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له افغانستان سره اضافي بشري مرستې کوي

۱۴۰۰ آبان ۷, جمعه

په افغانستان کې بشري بحران ته په کتو سره امریکا پتېيلې ده چې له دغه هيواد سره تقریباً ۱۴۴ میليونه ډالره اضافي مرسته وکړي. ويل شوي چې دغه مرسته به د خپلواکو مرستندويه ټولنو له لارې افغانانو ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/42KOA
Afghanistan Kabul | Mädchen sitzt zwischen Betonbarrieren
انځور: Jorge Silva/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت شورا له خوا تر دې اعلان وروسته په روان کال کې په ټوليزه توګه له افغانستان سره او په سيمه کې له افغان کډوالو سره د امريکا بشري مرستې کابو ۴۷۴ ميليونه ډالرو ته رسيږي.

خو ملي امنيت شورا روښانه کړې ده چې دا مرسته به د طالبانو د حکومت له لارې نه بلکې د خپلواکو مرستندويه ټولنو له لارې افغانانو ته ورسيږي.

د ملي امنيت شورا يوې ویاندې امیلي هورن د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «زموږ شریکان به په افغانستان کې د روغتيا، وچکالۍ او خوارځواکۍ په برخو کې نيمګړتياوو ته په کتو سره له انسانانو سره مرسته وکړي.«

ترکيه: له طالبانو سره مرستې ته چمتو يو خو په رسميت يې نه پيژنو

هغې دغه راز زياته کړې دوی به له خلکو سره د سرپنا، اړينه روغتيا پالنه، په ژمي کي اړينه مرسته، بېړنۍ خوراکي مرستي، اوبه او د حفض الصحې په برخو کي مرستي وکړي.

د خوراک نړيوال پروګرام هم د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان تر نيمايي ډېر نفوس به په راتلونکو څو میاشتو کې له لوږې سره مخ شي.

په افغانستان کې د امريکا په مشرتوب ماموريت تر کابو دوو لسیزو وروسته د دغه هيواد د وروستي عسکر له وتلو سره تقريباً دوې مياشتې تر مخه پای ته ورسيد. د اګست میاشتې په نيمایي کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې له افغانستان سره د نړيوالو مرستو زياتره برخه او پراختيايي کومکونه درېدلي دي او په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ هم کنګل شوي دي چې له کبله یې دغه هيواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

ب. ص/ ن. ز (dpa)