1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د پاسپورټ وېش د امنيتي ستونزو له کبله درول شوی

۱۴۰۰ دی ۱۲, یکشنبه

د طالبانو د پاسپورټ رياست اعلان کړی چې په کابل ولايت کې د امنيتي ستونزو له کبله د پاسورټونو وېش درول شوی. د دې ادارې رئيس وايي چې د پنجشنبې ورځ چې د طالب چارواکو او امنيتي ځواکونو ته ځانګړې شوې وه، هم لغوه شوې.

https://p.dw.com/p/453sI
Kabul, Afghanistan | Taliban wollen wieder Pässe ausgeben
انځور: Jorge Silva/Reuters

تېره پنجشنبه د کابل د پاسپورټ رياست دروازې مخکې ته تر چاودنې وروسته، په کابل ولايت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ ودرول شوه. د پاسپورټ رياست د پنجشنبې ورځې د طالبانو حکومتي چاوراکو او ځواکونو ته ځانګړې کړې وه.

طالبانو اوس اعلان کړی دی چې هغه کس چې غوښتل يې د پاسپورټ رياست ته ننوځي او بريد ورباندې وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې پېژندل شوی او وژل شوی وو. خو تر حملې وروسته ځينو عيني شاهدانو ويلي په دې بريد کې طالب ځواکونو ته تلفات اوښتي دي. په داسې حال کې چې طالبان بیا په دې پېښه کې د تلفاتو رامنځته کیدل رد کړي دي.

اوس مولوي علم ګل حقاني، د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رياست مشر، په يوه غږيز پيغام کې ويلي چې د پنجشنبې ورځې تر پېښې وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ د امنيتي ستونزو له کبله په کابل ولايت کې درول شوې ده.

حقاني زياته کړه: »د امنيتي ستونزو له کبله اوسمهال د پاسپورټ رياست تړل شوی او موږ په امنيتي تدابيرو لګيا يو چې ډېر ژر به د پاسپورټ رياست خپل فعاليت بېرته پيل کړي.«

نوموړی ټينګار کوي چې د پنجشنبې ورځ چې د پاسپورټ وېش پکې يوازې د طالبانو ځواکونو ته ځانګړی شوی وو، هم لغوه شوې ده: »د پنجشنې او جمعې په ورځو د پاسپورټ رياست رخصت وي او طالبان د نورو په څېر په عادي ورځو کې بايد د پاسپورټ اخيستلو له پاره مراجعه وکړي.«

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهيسې دا څوم پر له پسې ځل دی چې د پاسپورټ د وېش لړۍ په کابل ولايت کې درول کيږي. بلې خوا ته د احصايې ملي ادارې خپل فعاليت بېرته پيل کړی دی. د دغې ادارې مسئولانو ويلي چې په تېرو څلورو مياشتو کې نژدې ۳۴۰ زره الکترونيکي تذکرې په بېلابېلو ولايتونو کې متقاضيانو ته توزيع شوې دي.

د دغه بنسټ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هره ورځ نژدې ۱۳ تر ۱۵ زره متقاضيان تذکرې تر لاسه کوي چې دغه بهير به نورو بېلابېلو ولايتونو ته هم وغځول شي.

شکيلا ابراهيم خېل:ن ص/ش.ن