1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د اقتصادي ګډوډۍ په اړه د اروپايي ټولني خبرداری

۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبه

د اروپایي ټولنې د بهرني سياست مشر ويلي دي چي د طالبانو د حکومت وروستی چلند "ډیر زړه ښه کوونکی نه دی" او په دغه هیواد کې اقتصادي ګډوډي د ترهګرۍ او نورو ګواښونو خطر زیاتوي.

https://p.dw.com/p/41Ek5
Frankreich Straßburg | Europäisches Parlament | Josep Borrell
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئول، جوزپ بورلانځور: Alexey Vitvitsky/Sputnik/picture alliance

د اروپايي ټولني د بهرني سياست مشر وروسته له هغه چې د قطر له چارواکو سره یې ولیدل، پرون یې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

هغه منځني ختيځ ته په دې سفر کې، د ایران د اټومي پروګرام، په یمن کې جګړه او د افغانستان پر روان حالت بحثونه کړي دي.

له هغه وروسته چي افغان حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل، اروپايي ټولني له افغانستان سره بشري مرستي ډېرې، خو خپلې پرمختیایې مرستي کمې کړې دي. نورو هیوادنو او نړیوال بانک هم ورته کار ترسره کړی دی.

جوزپ بورل وويل: «دا ریښتیا یوه ستونزه ده، په دې خاطر چې که تاسو د اقتصاد د پاشلو په مخنیوي کې برخه واخلئ په يوډول سره له حکومت سره مرسته په پام کي ولرئ... چې دا د هغوی په کړنو پورې تړاو لري. او د هغوی کړنې تر اوسه هم ډیرې هیلي بښوونکې نه دي.«

د اوروپایي ټولنې دغه چارواکي وویل: «که اقتصاد وپاشل شي، بشري وضعيت به لا ډېر خراب شي.

پر خلکو به له هیواد څخه د وتلو فشار ډېر شي. ترهګري او نور ګواښونه ستر شوي او له افغانستان څخه سرچينه اخيستونکي خطرونه چې کيدای شي نړيواله ټولنه متاثره کړي، نور به هم ډېر شي.«

بورل دغه راز د یکشنبې په ورځ په یوه مقاله کې لیکلي دې چې د يوې بدي سناريو د مخنيوي له پاره بايد طالبان هغه شرايط رعايت کړي چي د نړيوالو ټولني له خوا د مرستو د دوام له پاره وضع شوي دي.

هغه لیکلي دي: »افغانستان له یوه جدي بشري ناورین سره مخامخ دی او ټولنیز-اقتصادي سقوط پر پيښيدو دی، هغه څه چې د افغانانو، سیمې او نړیوال امنیت له پاره به خطرناک وي.«