1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ښوونیز کال پېل؛ خو زده کوونکي حاضر نه وو

۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

د افغانستان ښوونځي د سه شنبې پر ورځ د نوي تعلیمي کال لپاره پرانستل شول، خو زده کوونکي د درسونو له پیل څخه خبر نه ول نو ځکه درسي ټولګي دایر نه شول.

https://p.dw.com/p/4P0yz
آرشیف: په افغانستان کي د یوه ښوونځي ټولګی
آرشیف: په افغانستان کي د یوه ښوونځي ټولګیانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال معمولآ د وري میاشتې پر دویمه پیلیږي، خو دا ځل طالبانو ښوونځیو ته یو لیک استولی وو چې د سې شنبې په ورځ چې د حمل یا وري میاشتي لومړۍ نیټه ده، ښوونځي دي پرانستل شي.

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلیږي چې د منځنیو او لوړو زده کړو پر ښځینه زده کونکو لاهم د زده کړو بنډیز دوام لري. افغانستان په نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې نجونې یې منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ته له ورتګ څخه منع دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ او د اسلامي شریعت سخت تفسیر ېې نافذ کړ.

یو شمیر ښوونکو او حکومتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلې چې د پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه کومه عمومي اعلامیه نه ده خپره کړې.

د سیدالناصری د هلکانو د لېسې ښوونکي محمد عثمان عطايي وويل: «د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځيو د پرانستلو مکتوب د سر ښوونکي له خوا موږ ته راکړل شو، خو له دې امله چې کومه عمومي اعلاميه خپره شوې نه وه زده کوونکي ښوونځیو ته نه دي راغلي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د فرانسې خبري آژآنس خبريالانو په کابل کې له اوو ښوونځيو ليدنه کړې يواځي ېې څو ښوونکي او د لومړنيو ښوونځيو يوازې يو  زده کوونکي لیدلي، په داسې حال کې چې په دغو ښوونځيو کې ټولګي نه وه پرانستل شوې.

د نجونو پر تحصیل د بندیز لرې کولو په اړه د کرزي ټینګار

د فرانسې خبري آژانس خبریالانو دا راپور هم ورکړی چې د هرات، کندز، غزني او بدخشان په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ښوونځي پرانیستل شوي خو ټولګي له زده کونکو خالي ول.

طالبانو نوی تعلیمي کال د نوروز په ورځ پیل کړ، هغه عنعنوي جشن چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په پراخه کچه لمانځل کېدی، خو طالبان دغه جشن غیر اسلامي ګڼي او نه یې لمانځي، حتی د نوې کال د لومړي ورځي رخصتي ېې له جنترۍ څخه حذف کړې.

د ښوونیز کال پیل په ځانګړې توګه د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو لپاره ناهیلې کونکی دی. د کابل اوسېدونکې صدف حیدرې چې ټاکل شوې وه سږ کال یوولسم ټولګي ته ولاړه شي، ویې ویل: «طالبانو له موږ څخه هر څه اخیستي دي. زه خواشینې او ماته شوې یم.»

شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي

لېسو او منځنيو ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ د منع کیدو فرمان د تېر کال په مارچ مياشت کې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو له پرانيستلو څو ساعته وروسته صادر شو.

طالب چارواکو، چې پوهنتونونو ته یې هم د نجونو تګ هم منع کړی دی، په وار وار ېې ادعا کړې، چې کله د شرعي قوانینو پر بنسټ شرایط برابر شي، دوی به د لوړو او منځنیو ښوونځيو بیا پرانیستنه وکړي خو خلک بیا پر یادو ژمنو بې باوره شوي دي.