1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو پر تحصیل د بندیز لرې کولو په اړه د کرزي ټینګار

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له مرستیالې سره په کتنه کې یوځل بیا، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانېستل کېدو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4OYDn
پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزیانځور: DW

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره په کتنه کې یې پر افغان کشاله خبرې کړي.

ښاغلي کرزي لیکلي: «په دې کتنه کې د دې سربیره چې د هېواد پر روان وضعیت خبرې وشوې، دواړو لورو د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستل کېدو ټینګار وکړ.»

کرزي زیاته کړې چې په خبرو کې، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو په موخه د ملي خبرو اترو پر پيلېدو هم ټینګار شوی دی.

کرزي سربېره پر دې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د اروپايي ټولنې له همکاریو مننه کړې.