1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

د استازو مجلس پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده په کابل کې وژل شوې

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده له خپل یوه ساتونکي سره په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده. په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې خبر په تائیدولو سره وایي چې په دې پيښه کې د مرسل نبي زاده ورور هم ټپي شوی.

https://p.dw.com/p/4MCiL
Afghanistan Taliban
انځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دویچه ویله ته وویل چې مرسل نبي زاده له خپل یوه ساتونکي سره د کابل ښار د دوولسمې حوزې په مربوطاتو «احمد شاه بابا مېنه» کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې ده.

په دې پيښه کې د افغانستان د استازو مجلس د دغې پخوانۍ غړې یو ورور هم ټپي شوی دی.

پخوانی افغان پارلمان انلاین غونډې پيلوي، خو څنګه؟

د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پیښې د څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي، خو ټینګار یي کړی دی چې د مجرمینو د پیدا کولو له پاره هڅې روانې دي.

د مرسل نبي زاده خپلوانو د افغانستان د استازو مجلس د دغې پخوانۍ غړي د قتل د څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي. تر اوسه پورې هیڅ کوم کس یا ډلې د دې پيښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د دغه هیواد د پارلمان ډیر شمیر استازي له افغانستان څخه ووتل. مرسل نبي زاده د افغانستان د استازو د مجلس یوه له محدودو غړو څخه وه چې په خپل هیواد کې پاتې شوې وه.