1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لغمان: د جګړو له امله پر زرګونو بې ځایه شویو څه تېرېږي؟

امید دیدار
۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبه

له تېرو نیږدې درېو میاشتو راهیسې لغمان کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سختو جګړو له امله تر اوسه څلور نیم زره کورنۍ کډوالې شوي چې اوس په ډېر بد حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.

https://p.dw.com/p/3wTO6
Afghanistan | Binnenflüchtlinge in Laghman
د لغمان ولايت د بې ځايه شويو خيمېانځور: Omid Deedar/DW

دغه کورنۍ د لغمان له الینګار، الیشنګ، دولت شاه او د مرکز مهترلام له ځینو سیمو بې ځایه شوي دي. دې کډوالو د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې ولایت مقام سره په څو سوه مترۍ کې په سره لمر او ډاګ کې اړولي دي.

د مهترلام په سلطان غازي بابا ښار ګوټي کې د ښځو بڼ ته نیږدې د سړک یوې څنډې ته پرتې ډېرې کورنۍ د څښاک پاکې اوبه، مناسب خواړه، د اوسېدو مناسب ځای نه لري.

دوی چې ډېر یې لا خېمې هم نه لري او د سیمنټو له بوجیو یې د سړک خوا ته پنايي کړې، ښځې، ماشومان او سپین ږیري د همدغو بوجیو نیم‌کښو سوریو ته اړولي او چې کله پرې لمر ولګېږي، بلې غاړې ته لاړ شي وايي چې "د ژوند کولو له پاره یې هېڅ هیله نه ده پاتې."

دوه بې ځایه شوي کډوال حکیم او مسیح الله وايي، په سره لمر کې یې لوی او واړه د مرکز مهترلام په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې په دې هیله شپې ورځې تېروي، چې ګوندې جګړه کراره او خپلو مېنو ته وګرځي.په لغمان کې جګړه او د ۱۱۰ نظامیانو نیول

دا بې ځایه شوي کډوال وايي، هیله لري، چې حکومت او طالبان ژر تر ژره د سولې هوکړې ته ورسېږي او هېواد کې روان ناورین پای ته ورسي.

د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس انجینیر شاکرالله شاکر وايي، تر اوسه یې له دغو څلور نیم زرو کورنیو څه باندې دوه زرو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکیو مرسته کړې ده او د دوی د مرستو لړۍ لا هم دوام لري.

دی وايي، که جګړه همداسې دوام ولري، نو لغمان کې به زرګونه نورې کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شي، چې بیا به ورسره مرسته د حکومت له توانه بهر وي.

Afghanische Soldaten erobern den Kontrollpunkt der Taliban in Laghman
انځور: Parwiz/REUTERS

بې ځایه شوي کډوال وايي، خپلو سیمو کې یې هر څه پریښي او یوازې سرونه یې خوندي سیمو ته ایستلي؛ خو که جګړه دوام وکړي، نو لغمان کې به انساني ناورین رامنځته شي.

لغمان کې تر اوسه د څلورو ولسوالیو، الیشنګ، الینګار، بادپښ او دولت شاه مرکزونه د حکومت له ولکې بهر شوي او اوس یوازې قرغیو ولسوالۍ له حکومت سره ده؛ خو حکومتي چارواکیو ویلي، د له لاسه وتلیو ولسوالیو د بیا نیولو پلان لري.

د لغمان د لوړ رتبه مسئولينو نيول

همدا تېره ورځ الینګار ولسوالۍ له سخت مقاومت وروسته حکومتي چارواکیو طالبانو ته پریښې او مرکز یې د الینګار باراخان پوځي مرکز ته انتقال شوی؛ خو د لغمان چارواکیو خبر ورکړی، د الینګار ولسوالۍ هغه څلور لوړ رتبه مسئولین یې نیولي، چې یاده ولسوالي یې د هوايي او ځمکنۍ مرستې رسېدو باوجود طالبانو ته پريښې او ترې وتلي دي.

د لغمان ولایت مقام یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې راغلي، په نیول شویو کسانو کې د الینګار ولسوال قاضي حبیب الرحمان، سرپرست امنیه قومندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت مرستیال امر شامل دي.

خبرپاڼې کې راغلي، یاد کسان تېره ورځ د لغمان د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس نیول شوي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

ویل شوي، وړمه شپه الینګار ته هوايي او ځمکنۍ قوه رسېدلې، بمباري او مخامخ جګړه یې هم کړې وه؛ خو د ولسوالۍ مسئولینو د ولایت رهبرۍ له خبراوي پرته ولسوالي پرون سهار پریښي او ترې وتلي وو.

خبرپاڼه کاږي، نیول شویو مسئولینو الینګار کې شته وسایط او تجهیزات هم طالبانو ته پريښي. د لغمان چارواکي وايي، اوس نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

طالبانو هم تېره ورځ وویل، الینګار ولسوالۍ یې نیولې؛ خو د لغمان چارواکي  وايي، د دغې ولسوالۍ د نیولو له پاره بېرته ځواکونه ځای پر ځای کوي.

نیږدې دوه میاشتې مخکې هم د الینګار ولسوالۍ د پوستو له سقوط وروسته حکومت هغه ۱۱۶ لوړ رتبه او ټیټ رتبه چارواکي نیولي وو، چې د دغو پوستو سقوط کې ورته د پړې ګوته نیول کېده.

اوس مهال د لغمان د قرغیو ولسوالۍ پرته د نورو ټولو ولسوالیو مرکزونه له طالبانو سره دي. دولت شاه ولسوالۍ طالبانو نیولې وه، د الیشنګ او بادپښ مرکزونه بلې سیمې ته انتقال شوي او همدا تېره ورځ الینګار ولسوالۍ هم پرېښودل شوې ده.

زموږ له آرشيف څخه:

کونړ: د جګړو بې ځایه شوي له تریخ ژونده سر ټکوي