1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې جګړه او د ۱۱۰ نظامیانو نیول

۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبه

له هغه وروسته چې جګړه د لغمان مرکز مهترلام ښار څنډو ته ورسېده او وسله والو د لغمان پر عمومي محبس جګړه پیل کړه، د لغمان چارواکو د دغه ولایت د ۱۱۰ نظامیانو د نیولو خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/3tqXy
Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
آرشیف انځورانځور: Reuters/Parwiz

لغمان والي رحمت الله یارمل ویلي دي، دغه کسان د وظیفوي غفلت له امله نیول شوي چې پکې د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست اپراتیفي مرستیال قسیم او نور لوړ رتبه نظامیان شامل دي.

وسله والو طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ او الیشنګ او الینګار کې د ګڼو پوستو له سقوط کولو وروسته د یکشنې په ماښام د لغمان مرکز څنډو ته جګړه ورنیږدې کړه.

حګومتي سرچینو تېر ماښام دویچه ويله ته وویل چې وسله والو د لغمان پر عمومي محبس او شاوخوا سیمو جګړه وکړه، خو د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

دغې جګړې ته افغان کومانډویان او د حکومت نور ځانګړي قطعات او دغه راز لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال جنرال خوشال سادات هم ورغلي دي.

یوې حکومتي سرچینې دویچه ويله ته وویل چې لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د جګړې قومانده پر غاړه اخستې.

جنرال یاسین ضیا ويلي دي چې د لغمان امنیتي حالت یې تر کنټرول لاندې راوستی او اوس ښار او شاوخوا سیمو کې کومه اندېښنه نه شته: »د الینګار پر خوا د افغان کومانډو او نورو ګډو ځواکونو عملیات روان دي او نن به ښه زیری ولرو.«

هغه وايي، ماسخوتنۍ جګړې کې وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو تر اوسه یې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل هم ولسونو ته ډاډ ورکړیچې د تازه دمو ځواکونو په رسېدلو سره حالت عادي کوي.

د لغمان د ولایتي شورا غړي ظاهر حسین خېل دویچه ويله ته وویل چې د الینګار، الیشنګ او مرکز مهترلام ځینو پوستو سقوط کړی او طالبانو د ښار کمربند هم مات کړی، اوس جګړه ښار ته نیږدې شوې ده.

دی، مهترلام ته د وسله والو رسېدل او د پوستو د سقوط لوی لامل د حکومتي مقاماتو تر منځ د همغږۍ نه شتون یادوي.

د ولایتي شورا بل غړي ګلزار سنګروال دویچه ويله ته وویل چې که څه هم چې اوس جګړه ارامه شوې، خو پکې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

د مرکز مهترلام اوسېدونکي وايي، ماښام مهال ښار ته نیږدې پر محبس جګړه روانه او د سپکو او درنو وسلو ډزې د ښار په منځ کې اورېدل کېدلې. دوی وايي، که څه هم تېره شپه جنګ ارام شوی وو، خو له سهار راهیسې یو وار بیا پر محبس او نورو سیمو ډزې کېږي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه په دغو جګړو کې د وسله والو، پوځ او ملکي مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي ورکړل شوي.

د دغو جګړو له امله د لغمان له الینګار، الیشنګ، دولت شاه او نورو سیمو له شيږو سوو ډېرو کورنیو خپلې مېنې پریښي، خو چارواکي وايي د بې ځایه کېدونکیو شمېر زیاتېږي.