1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د م.م. عمومي منشي پر کابل پوهنتون برید غندلی دی

۱۳۹۹ آبان ۱۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیرش پر کابل پوهنتون خونړی بريد په کلکو ټکو غندلی دی. په دغه برید کې چې پړه يې داعش منلې ۲۲ کسان ووژل شول. حکومت د سه شنبې په ورځ ملي ماتم هم اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/3kn5C
Afghanistan Kabul | Schießerei Universität | Militär
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

انتونيو ګوتيرش د دوشنبې د ورځې دغه بريد «بوږنونکی» او د زده کړې پر بشري حق بريد بللی دی. نوموړي په نيويارک کې د يوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د دې بريد مسئولين بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د ملګرو متلونو عمومي منشي د قربانيانو کورنيو ته تسليت ورکړ او د ټپيانو له پاره یې د روغتيا هيله څرګنده کړه.

نوموړي ویلي دي چې ملګري ملتونه د افغان ولس او افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي څو له دغه هېواد سره سولې ته د رسيدو په برخه کې ملاتړ وکړي.

افغانستان د کورنيو چارو وزارت په حواله پر کابل پوهنتون په دغه بريد کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي چې درې بريد ګر هم پکې شامل دی. لږ تر لږه ۲۲ نور کسان په دې بريد کې ټپيان شوي هم دي.

ترهګرۍ ډلې داعش د بريد پړه منلې ده.

په دې ترڅ کې حکومت نن، سه شنبه د پيښې د قربانیانو له کورنيو سره د غمشريکۍ او قربانيانو ته درناوي په موخه ملي ماتم اعلان کړی دی. په دې ترڅ کې په ټول هېواد او له هېواده دباندې ټولو سياسي نمايندګيو ته لارښونه شوې ده چې د افغانستان بيرغ به نيمه ځوړند وي.

زموږ له آرشیف څخه: