1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پر تحصیلي او روزنیزو مرکزونو د بریدونو تر شا څه دي؟

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت پر کابل پوهنتون د بريد پای ته د رسېدو خبر ورکوي، د چارو کتونکي دغه بريد د حکومت د کمزوري کولو هڅه بولي. خو لویه پوښتنه داده چې پر تحصیلي او روزونیزو مرکزونو څوک برېدونه کوي؟

https://p.dw.com/p/3klRp
Afghanistan Kabul | Schießerei Universität | Militär
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

افغان چارواکي وايي، نن دوشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۲مه) سهار شاوخوا لس بجې یو شمېر وسله وال کابل پوهنتون ته ننوتل او تر چاودنې وروسته یې ډزې پیل کړې.

عیني شاهدانو ویلي چې لومړی چاودنه د پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته نیږدې وشوه.

مرګ ژوبله

د کورنيو چارو وزارت د وياند طارق ارين په حواله دغه بريد د وروستیو دريو بريد ګرو په له منځه وړلو سره پای ته رسيدلی دی. نوموړي ويلي چې په دې بريد په ټولیزه توګه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

خو ځینو سرچینو ویلي چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډير ټپيان دي. رسمي سرچینو تراوسه دغه شمېر نه دی تایید کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، پوهنتون کې چاڼیز عملیات روان دي. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «له هماغې لومړنی شیبې سلهاوو بند کسان ژغورل شوي.» د ارین په خبره دغه برید پر پوهنې برید دی چې بې ځوابه نه پرېښودل کیږي.

پر تحصیلي او روزنیزو مرکزونو څوک بریدونه کوي؟

وسله والو طالبانو په دې بريد کې لاس درلودل در کړي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه ددغه برید په اړه لیکلي: «په کابل کې د کابل پوهنتون په مربوطاتو کې چاودنه او برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

خو افغان حکومت بیا ددغه برید مسؤل وسله وال طالبان بولي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې ترهګرو د هلمند په جګړه کې د ماتې تر خوړولو وروسته دغسې برېدونو ته زور ورکوي. هغه زياته کړې: «د خپلو امنیتي ځواکونو په پیاوړو مټو بشپړ باور لرو، چې په چټکۍ به تروریستان له منځه یوسي. په هلمند کې د تروریستانو تر شرمناکې ماتې وروسته اوس؛ دغه ډله وارخطا شوي او اکاډمیک ځایونه په نښه کوي.»

پر استخباراتي ناکامۍ اعتراف

خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح اعتراف کوي چې دا برید یوه استخباراتي ناکامي ده.

ده پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:«پر کابل پوهنتون برید زمونږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني فاجعه ده، دغه ناوړه برید د طالب او د هغوی د همفکرانو د وجدان ښودنه کوي.»

د چارو کتونکي دغسې برېدونه خورا پیچلې او د اندېښنې وړ بولي. لیکوال او شنونکي بشیر هاتف دویچه ویله ته وویل، حیرانونکې داده چې طالبان ددغسې برېدونو مسؤلیت پرغاړه نه اخلي. هغه زياته کړه: «دا یوه لویه اندېښنه ده نو دا څوک او کوم ډول ډله ده چې دغسې پيچلي عملیات کوي چې حتی طالبانو هم نه وو ترسره کړي.»

د سولې روان بهیر ته په کتو دغسې بریدونه دا اندېښنې ډیروي چې ایا د بین الافغاني توافق وروسته به لږ تر لږه په لویو ښارونو کې هم بریدونه ودریږي؟!

Afghanistan Kabul | Schießerei Universität | Militär
انځور: Omar Sobhani/REUTERS

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان له دې امله په حکومت سخته نېوکه وکړه چې د تحصیلي او روزنیزو مرکزونو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلی. هغه دویچه ویله ته وویل:

«دا د افغانانو لپاره یو علمي او اکاډمیک مرکز دی او امنیت ته یې باید خاصه توجه شوې وای، خو دولت هم ځکه د تحصیلي مرکزونو په امنیت ساتنه باندې ځان نه مصروفوي چې فکر کوي دا یو عام المنفعه ځای دی.»

غبرګونونه

پر کابل پوهنتون برید ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي. د ملي روغي جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله دغه برید غندلی.نوموړي په یوه ټویټ پيغام کې ویلي: «د روزنیزو مرکزونو په نښه کول لوی جنایت دی، زده کونکي حق لري چې په امنیت کې زده کړې وکړي، زه ددې پېښې قربانیانو ته تسلیت وایم.»

د ناټو ملکي استازي سټیفن پونتکورو پر کابل پوهنتون برید غندلی او ویلي یې دي چې دا په تېرو لسو ورځو کې دویم برید دی چې په کابل کې پر روزنیزو موسسو ترسره کیږي.

په کابل پوهنتون داسې مهال برید شوی چې هلته د افغانستان او ایران د کتابونو یو ګډ نندارتون پرانیستل شوی و. دغه نندارتون ته د افغان چارواکو سربیره په کابل کې د ایران سفیر هم ورغلی ؤ.

اسماعیل شاکر – کابل