1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښځو سره تاوتريخوالی؛ د طالبانو پر وزيرانو بنديزونه لګېدلي

۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

د ښځو د نړيوالې ورځې په درشل کې اروپايي اتحادیې په لومړي ځل د ښځو او نجونو پر وړاندې د زور زياتي له کبله بندیزونه لګولي دي. دا بندیزونه طالبانو او د روسیې پوځي چارواکو ته متوجې دي.

https://p.dw.com/p/4OLpx
آرشيف انځور: د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم
آرشيف انځور: د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديمانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله دا بندیزونه چې نوملړ یې نن، سه شنبه په بروکسل کې دغه آژانس ته رسيدلی دی، پر نورو سربیره په افغانستان کې د طالبانو پر وزيرانو او همدا راز د روسیې د پوځ او پوليسو پر لوړ رتبه چارواکو لګول شوي دي.

په ټوله کې اروپايي ټولنې پر نهو مسئولينو او درېو بنسټونو د سفر بندیز لګولی او شتمنۍ به یې کنګل کړل شي.

دا بندیزونه پر نورو سربیره په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم او همدا راز د«امر بالمعروف او نهې عن المنکر» وزارت پر سرپرست شيخ محمد خالد حنفي لګول شوي دي.

اړونده موضوع: امریکا پر طالبانو د ویزو نوي بندیزونه ولګول

اروپايي ټولنه پر طالبانو پر ښځو او نجونو د فشار اچولو او پر هغوی په سيستماتیکه توګه د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د تړلو تور لګوي.

د روسيې په پوځ او پوليسو کې بيا ښايي مسئولينو پر نورو سربیره په اوکراين کې جګړې پر ضد د ښځو د مظاهرو د ځپلو او د مظاهرو کوونکو سره د جنسي زور زياتي اجازه ورکړي وي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د روسیې او طالبانو پر چارواکو سربیره د بندیزونو په دې نوملړ کې چې د سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې –  د رسمي سند په توګه تر خپريدو وروسته د اجرا وړ دی، د سوډان او ميانمار مسئولين او همدا شان د ایران يو زندان هم شامل دی.

اړونده موضوع: افغانستان کې د نجونو تحصیل په اړه د یوه ایراني ملا له څرګندونو د خلیلزاد هرکلی

د هالند د بهرنيو چارو وزارت له خوا چې د خپلو معلوماتو په حواله فيمينستي بهرنۍ سياست پر مخ وړي، ويل شوي: «دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه په نړۍ کې د جنسي زور زياتي د قربانيانو له پاره لاس په کار کیږي.»

د هالند د بهرنیو چارو وزير ووپکه هويکسترا، په دې آند دی چې بندیزونه به د زور زياتي پر نورو عاملينو هم اغیز وکړي او هغوی به هم وبيروي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د ښخو محوه کول امکان نه لري