1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ذکیه خدادادي د پاریس په پارا المپيک سیالیو کې مډال وګاټه

۱۴۰۳ شهریور ۹, جمعه

افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي د پاریس۲۰۲۴ پارا المپیک سيالیو کې تاريخ جوړ کړ. هغه چې دغو سیالیو کې د مهاجرو په ټيم کې لوبيږي د دې ټيم لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د برونزو مډال ګټي. خدادادي وايي: «دا مډال د ټولو افغان مېرمنو دی.»

https://p.dw.com/p/4k6lk
ذکيه خدادادي افغان تکواندو کاره
افغان تکواندوکاره ذکیه خدادي د پاریس ۲۰۲۴ پارا المپیک سیالیو کې د مهاجرو د ټيم لومړنۍ ورزشکاره شوه چې د برونزو مډال ېې وګاټهانځور: Maja Smiejkowska/REUTERS

ذکیه خدادادي د ښځو د ۴۴ تر ۴۷ کیلوګرام وزن په ګټکورۍ کې خپلې ترکۍ سیالۍ (Ekinci Nurcihan) ته د شکست په ورکولو د برونزو مډال وګاټه. دغه سيالۍ د پاریس په مرکز ګرند پلس یا سترې ماڼۍ کې ترسره شوې. مېرمن خدادادي د بریا اعلان په اورېدلو سره له ډېر هيجانه ېې خپله محافظتي خولۍ هوا ته ګوزار کړه او په خوشاليو کې ډوبه شوه.

هغې وويل: «دا د ډېري خوښۍ شیبه ده، زما زړه په ټکانونو شو کله چې پوه شوم د برونزو مډال مې ګټلی دی.» مېرمن خداداد خپل د خوښۍ احساسات په لړزېدونکي غږ سره بیانول.

خدادادي زیاته کړه: «دغه ځای ته د رسېدلو له پاره مې ډېر څه تر شا پرېښودل. دغه مډال د ټولو افغان مېرمنو او د نړۍ د ټولو مهاجرو له پاره دی. زه هيله لرم چې یوه ورځ مو په هېواد کې سوله راشي.»ورزش يې په ۱۱ کلنۍ کې پیل کړ. هغې خپل تمرینات په خپل پلرني ټاټوبي د افغانستان په هرات ولایت کې په يو مخفي جیم کې کول.

 افغان تکواندوکاره ذکیه خدادادي د پاریس ۲۰۲۴م پاراالمپیک په سیالیو کې له خپلې ترکۍ سیالې (Nurcihan Ekinci) سره
ذکيه خداداي د پاریس ۲۰۲۴ پارا المپیک په سیالیو کې د مهاجرو په ټيم کې لوبيږي او د دغه ټيم لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د برونزو مډال ګټيانځور: Maja Smiejkowska/REUTERS

ذکیه خدادادي د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته له رقابتونو منع کړل شوه، چې بیا وورسته له افغانستانه وایستل شوه. هغې د نړېوالې ټولنې د یو درخواست په نتيجه کې اجازه ترلاسه کړه چې په توکیو کې د المپیک په سياليو کې د افغانستان له پاره سیالی وکړي.

تر دغو سیالیو وروسته هغه په پاریس کې مېشته شوه چې بیا وروسته ېې یو آفر ترلاسه کړ کوم چې هغې ته ېې د پاریس ۲۰۲۴ پارا المپیک سیالیو کې د مهاجرو په ټيم کې د سیالیو فرصت برابر کړ.

ذکیه خدادادي خوښه ده چې تر سختو مزلونو وروسته خپل هدف ته رسېدلې ده: «دغه مډال ما له پاره هرڅه دی. دا ورځ به مې هېڅ کله هېره نه شي.» هغې زیاته کړه: «زه د خلکو د پراخ ملاتړ او تشویق په دلیل ګټونکې شوم.»

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل