1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتنړیوال

د ۲۰۲۴ المپيک لوبو د پای مراسمو ځينې تر ټولوپه زړه پورې شېبې

۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبه

په پاريس کي د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبي د يکشنبې په ماښام د یو لړ جالبو نندارو په ترسره کولو پای ته ورسېدلې. په دغو نندارو کې یو هم د امريکايي فلمي ادا کار ټام کروز نمایشونو ول چې د هغه د یو فلم له موزيک سره ښودل کېدل.

https://p.dw.com/p/4jNPX
پاریس د المپیک لوبو د پای له پاره په زړه پوري مراسم نیولي ول
د اګست پر ۱۱مه ماښام د المپیک لوبو د پای په مراسمو کې مختلفي نندارې وړاندې شوېانځور: Athit Perawongmetha/REUTERS

 په پاریس کې د ۲۰۲۴کال د دوبي المپیک لوبي تر ۱۸ ورځو او د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو د ۳۲۹ مډالونو په ګټلو او بېشماره نورو کیسو سره بلاخره د یکشنبې په ماښام په یو ډېر لوړ لګښت جوړ شوو مراسمو سره پای ته ورسېدلې. 

 د پای مراسم د فرانسوي لامبو وهونکي او د دغو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړي، لیون میرچند، په راڅرګندېدو پیل شول. هغه چې په دغو سیالو کې څلور د سرو زرو او یو برونز مډال ګتلی. میرچند د المپیګ ديګ راواخیست په داسې حال کې چې د موسيقي ېوې ډلې یا کورَس د پخوانۍ فرانسوۍ سندرغاړې، ادیت پياف، بدله وېلې.

فرانسوي لامبو وهونکی لیون ميرچند
فرانسوی لامبو وهونکی، لیون میرچند د تېرو اونیو په جریان کې د فرانسې په يوه تر ټولو محبوب شخص بدل شوانځور: Benoit Tessier/REUTERS

 مرچند په داسې حال کې په یو لوی سکرین کې ښودل کېده چې د پاریس د فوټبال لوبغالی (شتاد دې فرانس) د نندارچیانو چغو او خوشالیو پر سر اخیستی وو. د مرچند له راتلو مخکې د المپیک سیالیو شاوخوا ۱۰۵۰۰ لوبغاړي میدان ته راداخل شول.

الجزایرۍ ایمان خلیف د اګست ۱۱مه د المپیک د پای په مراسمو کې
الجزایرۍ ایمان خلیف سربېره پر دې چې د سرو زرو مډال ېې وګاټه په ټولنیزو رسنیو کې پرې ناوړه بحثونه شويانځور: Steph Chambers/Getty Images

 د بیرغ لېږېدونکو لوبغاړو په ډله کې الجزایرۍ ایمان خلیف او ټایوانۍ لین یو تینج شاملې وې. دا هغه دوې سوک وهونکې دي چې د جنسيت په هکله ېې تر ټولو ډېر بحثونه، ناوړه استفاده او ناسم معلومات خپاره شوي دي. د آلمان له پاره لاورا ليندمن او مکس ريندشمیت، بیرغونه تېر کړل.

 د ماراتون برخې لوبغاړو خپل مډالونه د مراسمو پر مهال ترلاسه کړل
د سرو زرو مډال هالندۍ سیفان حسن، د سپينو زرو ايټوپیايي تيګيست آصفې او د برونزو مډال کينیايي لوبغاړې هېلن اوبيري ترلاسه کړلانځور: Natacha Pisarenko/AP Photo

د دود مطابق د ماراتون ګټونکو ته مډالونه د ستيج پر سر ورکول کيږي، چې دا ځل ېې ګټونکې ښځې وي. په دوی کې هالندې سیفان حسن د سرو زرو، ايټوپیايي تيګيست آصفې او کينیايي هېلن اوبيري د سپينو زرو او برونزو مېډالونه ترلاسه کړل.

 د المپیک لوبو په اختتاميه مراسمو کې ډېري نندارې، لکله نڅاوې، په هوا کې الوتل او له میدانه د المپیک کړيو پورته کيدال وړاندي شول.

 په یوه برخه کې یوه پيانو په هوا کې معلق ښودل کېده، بل ځای بیا د «سرو زرو ويجر» چې پر یو شخص پوښل شوی وو وښودل شو او په یوه بله ننداره کې د غره سره ته غره ختونکي وښودل شول. د دغه پروګرام تنظیمونکو په وینا «دغه کرکتر د باستيل روح په ګډون د فرانسې له تاريخه الهام اخلي.»

په پاریس کې د ۲۰۲۴ المپیک لوبو اختتاميه پروګرام لوړ لګښت لرونکی ښودل شوی دی
د نڅا د دغې طرحې شيبې د نندارچيانو له پاره ډېرې هېجانې شوېانځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

په لوبغالي کې د فرانسې د موسیقي ډلو فونیکس او ایر غږاوه چې ورسره جوخت د نامتو کسانو افتخاري انځورونه ښودل کېدل او اورلوبې د شپې تياره آسمان رڼا کړی وو. تر دې وروسته امریکايي هنرمند اچ.اي.آر. د امریکا متحده ایالاتو ملي سرود اجرا کړ. د راتلونکې المپیک د سپارنې مراسمو د ېوې برخې په توګه په ستورو پوښل شوی بنر هم وسپارل شو. د ۲۰۲۸م کال المپيک لوبي د امريکا په لاس انجلس کې دي.

د المپیک راتلونکې سيالۍ په ۲۰۲۸ کې د امریکا په لاس انجلس کې پلان شوي دي
ټام کروز په خپل فلمي سټایل لوبغالي ته راښکته او د المپيک بیرغ ېې په یوه وېډيو کې امریکا ته ورساوهانځور: Phil Noble/REUTERS

د مراسمو په یوه برخه کې د امريکايي فلمونو نامتو ادا کار ټام کروز د هالیوډ فلمونو واقعي صحنو په شکل لوبغالي ته راښکته شو. کروز د جمناستيک رشتې امریکايي لوبغاړې سیمون بایلز څخه د المپیک بیرغ واخیست او پر یو موټرسیکل ېې له چټک سرعت سره وې وړ. په یوه وېډيو کې ښودل کېده چې ټام کروز بیرغ د ورزشکارانو، مایکل جکسن او یو شمېر نورو پېژاندلو څېرو په مرسته لاس انجلس ته رسوي.

 او بلاخره د المپيک غوره لوبغاړي میرچند او د مهاجرو د ټيم شپږو ورزشکارانو د المپیک مشعل ګل کړ تر څو د المپيک نړېوالې کمېټې مشر، تماس بخ، خپل اختتامیه وینا واوروي.

 خو دا د پاریس له پاره د المپیک نهايي پای نه دی، دغه ښار د اګست پر ۲۸مه د پارا المپیک کوربه هم دی.

په پاریس کې د ۲۰۲۴ المپیک لوبي تر ۱۸ ورځو سیالیو وروسته د اګست پر ۱۱مه ماښام پای ته ورسېدلې
لوبغاړي د المپیک د پای په شيبوانځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

له آرشيف څخه: