1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه ډله افغان مهاجر څنګه په یخچالي لاریو کي جرمني ته ورسیدل؟

۱۳۹۹ بهمن ۵, یکشنبه

د ژمي پرسخت یخ سربیره یوه ډله افغان مهاجرو په یخچالي لاریو کي ځانونه پټ کړي او د فرانسې له لاري یې ځانونه جرمني ته ورسول. خو دغه خطرناکه سفر کیدلای سوای د هغوی په مرګ تمام سوی وای.

https://p.dw.com/p/3oLgr
Deutschland 11 Flüchtlinge aus Kühllaster befreit in Passau
انځور: picture-alliance/dpa/Bundespolizeiinspektion Passau

دغه ۶ تنه افغان مهاجر، چي د ۱۶ څخه تر ۲۴ کلنیو پوري یې عمرونه درلودل، د فرانسې سره په سرحد کي په یوه یخچالي لاری کي پیدا سول.

د جرمني د بادن ورتمبرګ ایالت د اپنوایر ښار پولیسو ویلي، چي د دغو ځوانانو صحي حالت ښه دی او د مهاجرو یوه کمپ ته استول سوي دي. د پولیسو په حواله دغو کسانو په یخچالي لاریو کي د پټیدو له لاري وکولای سول د فرانسې د سرحد څخه جرمني ته راتیر سي. دا هم پداسي حال کي ده، چي پر سرحد باندي اوس سخت کنټرول موجود دی او نقلیه وسایط هم پلټل کیږي.

د دغي لارۍ البانیايي موټروان پولیسو ته ویلي دي، کله چي یې د استراحت پخاطر توقف وکړ، په لاری کي یې ږغونه واوریدل او پسله کتلو او مشاهده کولو څخه یې دغه ۶ تنه پیدا کړل.

پولیسو ویلي دي، چي دغو مهاجرو د هویت د تثبیت پخاطر کوم اسناد د ځانو سره نه درلودل. د پولیسو په خبره دغو افغانانو په جرمني کي د پناه غوښتنه کړې ده. 

Österreich Tote Flüchtlinge in LKW entdeckt Parndorf Neusiedl am See
انځور: Reuters/H-P Bader

تر دې دمخه داسي رپوټونه ورکول سوي وه، چي ګواکي په یخچالي لاریو کي دغه مهاجر مړه سوی دي. په ۲۰۱۵ م کال کي په همدغه ډول یوې یخچالي لارۍ کي د ډیرو افغانانو جسدونه پیدا سوي وه، چي د یخ له کبله مړه سوي وه. دې موضوع د ټولي نړۍ توجه ځانته رااړولې وه. د یوه افغان په شمول څوتنه قاچاقبران، چي د دغي قضیې په ارتباط نیول سوي وه، محاکمه او بندیان سوه.

آ./م.ق./ا.ا.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم