1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه اخراج شوي افغان ته بیرته د آلمان ویزه ورکړل شوه

۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبه

له آلمان څخه افغانستان ته تر اخراج دوه کاله وروسته یوه افغان مهاجر ته د آلمان ویزه ورکړل شوې، څو په آلمان کې ژوند وکړي. دغه ۲۳ کلن افغان چې په روانه آلماني خبري کوي، د راتګ په برخه کې یې ملګرو او خپلوانو هڅې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3lNFC
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د سردار جعفري په نامه یو ۲۳ کلن افغان کابو دوه کاله وړاندې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی وو، خو اوس آلمان بیرته هغه ته ویزه ورکړې، څو په آلمان کې ژوند وکړي. دوه کاله وړاندې آلماني چارواکو د هغه د پناه غوښتنلیک رد کړی وو.

افغانستان ته د هغه تر اخراج وروسته د جعفري ملګرو او خپلوانو آلمان ته د بیرته راتګ په برخه کې هڅې کړي دي. دغه ۲۳ کلن افغان په آلمان کې د اوسیدو پر مهال آلماني ژبه زده کړې وه او په آلماني یې روانې خبرې کولې. هغه په آلمان کې د نان بای په توګه د روزنې یو قرار داد هم ترلاسه کړی وو.

جعفري په کابل کې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دا ډیر ښه احساس دی چې زه بیرته ښوونځي او کار ته تللی شم.» افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو اخراج تل یوه جنجالي موضوع وي. په افغانستان کې شخړې او جګړې د ټولې نړۍ په سطحه تر ټولو وژونکې او خونړۍ یادیږي او ډيری افغانان اوس هم پر بهرنیو او بشري مرستو متکي دي.

جعفري په کابل کې هیڅ خپلوان نه لري او والدین یې هم کلونه وړاندې مړه شوي دي. جعفري د آلمان له مونشن ښار څخه د اخراج کیدو شیبه په یادوي او وايي: «دوی حتی ماته خپل ګرځنده تلیفون هم را نکړ څو خپل وکیل ته زنګ ووهم.

خو آلمان ته د هغه سفر اوس هم له جنجالونو خالي نه دي. په کابل کې د آلمان سفارت اوسمهال ویزې نه ورکوي او جعفري اړ وو چې د خپلې ویزې د ترلاسه کولو له پاره هندوستان ته سفر وکړي. ټاکل شوې چې جعفري به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ آلمان ته راورسیږي. آلمان ته په راتګ سره جعفري په پام کې لري چې د دې هیواد د بایرن ایالت په نویه اولم ښار کې خپل پخواني ژوند ته ور وګرځي.

آلمان اوسمهال د کرونا وبا له کبله افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ درولې ده او د دې دوشنبې په ورځ افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ هم ځنډیدلې ده.

DPA/KH/NZ