1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له زندانه ۶۲ امنيتي ځواکونه آزاد شوي

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د امنيتي ځواک ۶۲ غړي یې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه آزاد کړي دي. د ولايتي جرگې غړي وايي چې طالبان د بادغيس په ځينو سيمو کې سيار زندانونه لري.

https://p.dw.com/p/3Wyng
Afghanistan Armee in der Nähe von Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو پر اساس تېره شپه افغان کوماندو ځواک د بالامرغاب ولسوالۍ په «بوکن» سيمه کې توانيدلي چې د امنيتي ځواک ۶۲ تنه غړي د طالبانو له يوه زندانه آزاد کړي.

د دفاع وزارت ويلي دي چې په آزادو شويو کسانو کې د ملي اردو ۵۵ عسکر، ۴ کماندو، ۲ سرحدي پوليس او يو ملي پوليس شامل دی. د وزارت په حواله د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه طالبان نيول شوي دي او يو شمير یې وژل شوي او يا ټپيان شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بادغيس د افغانستان په نسبتاً ناآرامه ولایتونو کې شميرل کیږي. دا چې دا نيول شوي کسان له څومره مودې راهيسې د طالبانو په زندان کې ول معلومه نه ده.

د بادغيس د ولايتي جرگې يوه غړي ناصر نظري له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د بالامرغاب ولسوالۍ زياتره ساحې د طالبانو په ولکه کې دي. هغه زياته کړه: «يوازې د ولسوالۍ مرکز د امنيتي ځواکونو په کنترول کې دی خو د ولسوالۍ نوره ۹۰ سلنه برخه د طالبان په ولکه کې ده.»

نظري وویل چې په دې ولایت کې د طالبانو د زندانونو شمير مشخص نه دی، خو هغوی سيار زندانونه لري او د خلکو له کورونو څخه د زندانيانو د ساتنې په موخه کار اخلي.

د بادغيس د ولايتي شورا يوه بل غړي حاجي بهاء الدین قادسي وو: «طالبان په دې ولایت کې لوی او کوچني زندانونه لري.» هغه زياته کړه: «طالبان په مقر او قدس او جوند کې هم زندانونه لري خو مرکزيت یې په بالامرغاب ولسوالۍ کې دی.»

طالبان د دې ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په گډون په ځينو نورو ولسواليو کې پياوړی حضور لري. تېر کال د بالامرغاب ولسوالۍ بازار د طالبانو او دلته د میشتو امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله څو ځله  تړل شوی وو.