1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي خبري اتري ولي پر مخ نه ځي؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

د سولي خبري اتري په داسي حال کي په ټپه ولاړي دي چي د طالب مذاکراتي ډلي مشر له ايران څخه د امريکا پر ادرس توندي څرګندوني کوي، افغان حکومت خوشي سوي ځیني طالبان بيا نيولي او بايډن اداره افغانستان ته د خلیلزاد ماموريت غځوي.

https://p.dw.com/p/3oZb4
Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو نوي وزير، انتوني بلينکن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۷مه نېټه) په خپل لومړي خبري کانفرانس کي وويل چي د افغانستان له پاره د امريکا د متحده ايالاتو له ځانګړي استازي، زلمي خليزاد څخه يې غوښتي چي خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

په افغانستان کي زېږېدلي امريکايي دیپلومات ته دونالد ترامپ له خوا دنده سپارل سوې وه چي د طالبانو سره خبرو اترو او له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتلو ته لاره هواره کړي. نوموړي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د دوه جانبه تفاهم و لاسليک کيدو ته لاره هواره کړه. متحده ايالاتو په ياد تفاهم کي د ۲۰۲۱ کال په منځ کي له افغانستان څخه د خپلو ټولو عسکرو د ويستلو خبره کړې. خو دا په دې شرط چي طالبان به اجازه نه ورکوي چي القايده يا نوري ترهګري ډلې د افغانستان خاوره د پټنځي په توګه وکاروي.

د طالبانو او امريکا پر تفاهم بيا کتنه

بلينکن د بايډن له لوړي څخه تر مخه لا د کانديد وزير په توګه د جنورۍ په ۱۹مه ويلي ول چي د طالبانو او د امريکا متحده ايالاتو تر منځ پر لاسليک سوي ياد تفاهم به له سره کتنه کيږي چي او دا به له سره وارزوي. وروسته د متحده ايالاتو د ملي امنيت د شورا وياندې، اميلي هورن، وويل چي په خاصه توګه واشنګټن د هغې په خبره غواړي و ارزوي چې آيا طالبان «خپلې ژمنې عملي کوي او له تروريستي ډلو سره اړيکې پرې کوي، په افغانستان کې تاوتريخوالی کموي او له افغان حکومت او نورو لوبغاړو سره معنی داره مذاکرات تر سره کوي»، که څنګه. د افغانستان حکومت چي له سره يې پر دغه تفاهم سختي نيوکي کولې، د امريکا لخوا د پر تفاهم د بيا کتنې هرکلی يې وکړ.

Bildkombo Afghanistan l Taliban, Joe Biden und Ghani

د متحده يالاتو د دفاع د وزارت يا پنټاګون وياند، جان کيربي، د پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وويل چې طالبان پر خپلو کړو وعدو ولاړ نه دي. کيربي دا هم وويل چې د ولسمشر جو بايډن نوې اداره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ مياشتې د سولې هغه تړون ته وفاداره پاتې ده چې د متحده آيالاتو او د طالبانو له خوا په قطر کې لاسليک شو.

نوموړي يووار بيا د دوحې د تړون د ارزولو پر خبره ټينګار وکړ. خو طالبانو بيا د امريکا متحده ایالاتو د دې ادعا په ځواب کې سخت غبرګون وښود او هغه یې ناسمې وبللې. د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ د جمعې په ورځ په دوحه کې د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې دوی نه بلکې امريکا متحده ایالات د دوحې تړون نقض کړی دی. هغه زياته کړه چې امريکا هره ورځ پر ملکيانو له بمبار سره له دې تړون څخه سرغړونه کوي.

د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال عبدالمجيد راغستاني وايي چي بايډن ښايي ونه غواړي چي د خبرو اترو روانه پروسه متوقفه سي، خو د ټرمپ پر پرتله به نوی برخورد پر وکړي. ډنمارک مېشته د دفاعي چارو دغه کارپوه وايي: «دونالد ټرامپ د نورو ډيرو موضوعاتو په څېر د افغانستان په موضوع کي هم د مهمو پرېکړو پر وخت ناټو او خپل نور ټلوال په اعتماد کي نه اخيستل. خو د بايډن کوښښ به دا وي چي د افغانستان په هکله د خپلو ټلوالو سره په اجماع پاليسي پر مخ بوزي.»

په عيني حال کي په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر، ملا برادر ايران ته رسېدلی او هلته يې د ايران چارواکو سره ليدنې کتنو ته ادامه ورکړې ده. نوموړي په ايران کي وويل چي «د امريکا متحده ايالات د دوحې ژمنو ته معتهد نه دي.» برادر د امريکايانو سره همکاري کوونکو ته ګواښونه هم وکړل. د پنجشنبې په ورځ دا خبر هم ورکول سو چي د عباس ستانکزي په مشري د طالبانو يو پلاوي په روسيه کي د روسي چارواکو سره ملاقات کړی دی.

د خبرو اترو د ځنډ لاملونه

افغان حکومت د ۵۵۰۰ په شاوخوا کي طالب جنګيالي خوشي کړل او په دې توګه يې د طالبانو هغه شرط پوره کړ چي ويل يې صرف د جنګاليو د خوشي کېدلو وروسته به په مستقيمه توګه د افغان حکومت سره خبري پېلوي. خو د جګړې د افغان دوو اړخونو تر منځ  دغه خبري اتري چي پس له شاوخوا ۱۹ کالو جګړې څخه د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په دولسمه نېټه پېل او د دسمبر په منځ کي بېله کومو پايلو لرلو پای ته ورسېدلې. پلان دا ؤ چي د جنورۍ په پنځمه به دغه خبري اتري بېرته پېل سي، خو تر اوسه صرف دوې ناستي تر سره سوي دي چي دواړو اړخونو «په دوستانه فضا کي لېدنېِ» بللې دي.

Afghanistan Kabul Angriff auf Geburtsklinik
انځور: Reuters

د کابل پوهنتون استاد، محمود مرهون وايي چي دواړه افغان اړخونه دې ته منتظر ول چي د دونالد ټرمپ وروسته د متحده ايالاتو نوې اداره د افغانستان په هکله خپله پاليسي روښانه کړي. د سياسي چارو دغه شنونکی وايي: «خو د بايډن د ادارې دا پرېکړه چي خليلزاد به پر خپله دنده پرېږدي، دې ته اشاره ده چي د متحده ايالاتو نوې اداره به دمګړی کوم نوي تغيرات اعلان نه کړي.»مرهون وايي چي مخ په وړاندي هم د افغان حکومت د سمدلاسه اوربند او د اساسي قانون په چوکاټ کي د پرمختګ غوښتنه او د طالبانو له لوري د هغه نه منل هغه تر ټولو لوی ستونزمن موضوعات دي.

د کاليفورنيا په سټېټ يونيورسټي کي د پوليټيکل ساينس استاد، زمان ستانيزی بيا وايي چي د افغان حکومت د مذاکراتي ډلي او طالب استازو تر منځ خبري اتري په اصل کي د سولې خبری نه دي بلکه د متخاصمو ډلو تر مینخ د اوربند او د قدرت د ویش خبري دي. د ستانيزي په آند تر ټولو لوی خنډ دا دی چی طالبان په یو موجود سیاسی نظام کي د یو مترادف رقیب قدرت په توګه برخه اخلي نه په یو منل شوي نظام کی د یو حزب په توګه. هغه زياتوي: «د سیاسی او ټولنیزو ارزښتونو پر بنا هم دواړه ډلي آیدیولوژیکي اختلافات لري چي طالبان د خپل مرکزه ذهنیت له مخي د اسلام د یو ناقص تعبیر له مخي د اسلام په نامه یوه اعتقادي مطلق العناني غواړي چې په هغه کې له بنده نه حق اخلي او خدای ته یې ورکوي.»

د سولي په خبرو کی د پاکستان رول

عبدالمجيد راغستاني وايي چي د افغانستان په روانه قضيه کي يو له مهمو لوبغاړو څخه ګاوندی هيواد پاکستان دی. د هغه په وينا په داسي حال کي چي نه افغان حکومت او نه هم طالبان په افغانستان کي د مؤقت حکومت غوښتونکي دي، د پاکستان لومړي وزير عمران خان نژدې دوه کاله تر مخه دا وړانديز کړی وو.

راغستاني وايي چي پاکستان غواړي چي هغه پخوانۍ جهادي ډلې چي په سيمه کي يې د بيلو هيوادونو سره اړيکي لرلي، د طالبانو سره يو تفاهم او مشترک حکومت جوړولو ته ورسوي. د سياسي چارو دغه کارپوه زياتوي: «پاکستان د دغو ډلو استازي دعوت کړي او ورسره ليدني يې کړي دي او غواړي په دې توګه له يو اړخه ځان د سيمي د هيوادونو له تنقيد څخه وساتي او له بل اړخه په کابل کي خپل نفوذ له لاسه ورنکړي.»

د راغستاني په نظر په افغانستان کي د روسيې، چین، پاکستان او ايران په شمول د نورو سيميزو هيوادونو دلچسپۍ پرتي دي. د نوموړي په وينا د بايډن د ادارې له پاره د دغه کړکېچ د حل کولو يو امکان ښايي دا هم واوسي چي د خپلو ټلوالو په شمول تر پخوا زيات د سيمي هيوادونه هم په دغه پروسه کي را دخيل کړي.

د سولي په تړاو د دوحه پروسه په داسي حال کي پر ټپه ولاړه ده چي د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون په حواله، په ۲۰۲۰ م کال کي په مجموعي ډول ۸۵۰۰ ملکي افغانان یا وژل سوي او یا هم ټپیان سوي. په دې ډول تیر کال په اوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کي ۸ تنه ملکي افغانان وژل سوي او ۱۵ تنه ټپیان سوي دي.

احمد ولي اڅکزي/ ب ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب