1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کې يو افغان ژورناليست ټپي او لور يې مړه شوې ده

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

افغان خبريال خيبر عاکفي د روسيې په سرحدي سيمه بلګورود کې د ډرون يوې حملې سخت ټپي کړی او څلور کلنه لور او د مېرمنې مور او پلار يې وژل شوي دي. دغه خبره بېلابېلو رسنيو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4XUFp
د بلګورود سيمې ويجاړ شوی کور
د بلګورود سيمې ويجاړ شوی کورانځور: Governor of Russia's Belgorod Region Vyacheslav Gladkov via Telegram/REUTERS

د روسيې د دولتي تلويزيون آر ټي مشرې، مارګاريتا سيمونيان، په تلګرام کې ليکلي دي چې »هغه اوس په کوما کې دی وروسته له دې چې د يوه اوکرايني ډرون بريد د هغه لور او د مېرمنې مور او پلار يې ووژل.«

هغې زياته کړه چې ۲۹ کلن خيبر عاکفي د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې د سختو زلزلو په اړه پوښښ کړی و او اوس »يو څو ورځې رخصتي اخيستې وه څو په بلګورود کې له خپل فاميل سره وويني.«روسيه وایي پر شپږو سيمو یې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي

مېرمن يې په يوه ثابت روغتيايي حالت سره په روغتون کې ده، خو مور او پلار يې د ريا نووستي خبري آژانس په حواله په بريد کې وژل شوي دي.

د روسيې هغه سيمې چې له اوکراين سره په سرحد کې پرتې دي د بلګورود په څېر د اوکرايني ځواکونو له خوا په بريدونو کې په نخښه کيږي.ایران ته د روسي پرمختللو وسلو لیږد په اړه د اسرائیل اندېښنه

تر دې مخکې د سيمې والي، واچسلاو ګلادکوف ويلي وو چې د ډرونو پاته شوي پر کورونو رالوېدلي چې د يوه ماشوم په ګډون پکې درې کسان وژل شوي دي. روسي ځواکونو دغه ډرون ويشتلی و چې پاته شوي يې بيا پر کورونو راولوېدل.

له هغه وخت راهيسې چې اوکراين په جون مياشت کې متقابل تعرضي عمليات پيل کړي، روسيې د ډرونو په واسطه په تېره په سرحدي سيمو کې ډېر بريدونه تجربه کړي دی. د سه شنبې په ورځ هم د بلګورود په سيمه کې د اوکراينيانو په يوه بريد کې د بلګورود د والي ګلادکوف په خبره دوه ملکي کسان وژل شوي ول.

اې اف پي/ن.ص./ن.ز.