1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستانکزی: هیله مند يوو له طالبانو سره يوې ښې پايلې ته ورسيږو

۱۳۹۹ دی ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی په دوحه کې د مذاکراتو په دوهم پړاو کې د ګډون په موخه له کابله قطر ته ولاړ. د پلاوي مشرتابه وايي چې هیله مند دي دواړه لورې يوې داسې پايله ته چې د افغانانو د غوښتنو مطابق وي، ورسيږي.

https://p.dw.com/p/3nWBy
Afghanistan Habiba Sarabi beim Friedensgesprächen mit den Taliban in Doha
آرشیف انځورانځور: Habiba Sarabi

د افغانستان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر، محمد معصوم ستانکزي وايي چې افغان پلاوی د سه شنبې په ورځ د سولې دوهم پړاو مذاکراتو د پيل په موخه قطر ته روانيږي.

هغه دغه خبرې په يوه ويډيو کې کړي دي چې تازه د افغانستان حکومت د سولې مذاکراتي ټيم پر ټويټر پاڼې خپره شوې ده.

ستانکزې وايي: «زموږ هيله مندي دا ده چې دواړه لوري بلاخره داسې يو توافق ته ورسيږي چې د افغانستان د خلکو غوښتنې پکې عملي شي.»

ستانکزی د خپلو خبرو په ادامې وايي: «د افغانانو تر ټولو مهمه ملي غوښتنه دا ده چې نور په دغه هيواد کې وينې تويدنه د تل له پاره پای ته ورسيږي.»

د افغانستان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي نژدې درې اوونۍ مخکې له قطر څخه افغانستان ته راستون شوی وو.

اسوشتيد پریس خبري آژانس له اسلام آباده لیکلي دي چې دغه پلاوی به د جنوري پر ۵مه د مذاکراتو دوهم پړاو پيل کړي.

امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د تیرکال د فبرورۍ مياشتې په پای کې په قطر کې تر مياشتو میاشتو اوږدو مذاکراتو وروسته يو تړون لاسليک کړ چې د هغې په رڼا کې بين الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شوه. دغه مذاکرات چې نن يې دوهم پړاو پيليږي، موخه ېې د افغانستان څلويښت کلنې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کيښودل دي.

اسوشتيد پريس د افغان حکومت د يوې پخواني سلاکار، طارق فرهادي له قوله لیکلي دي چې طالبان او حکومت «دوه جنګي اقليتونه» دي چې افغان ولس یې په منځ کې راگير شوی دی.

فرهادي وايي حکومت د جمهوريت پر شتون ټينګار کوي په داسې حال کې چې طالبان بیا پر دې ټيڼګار کوي چې بهرني اشغال او فساد دې پای ته ورسیږي. خو دا په داسې حال کې ده چې دغه جګړه «فقط» د قدرت له پاره ده.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي هوکړې له مهمو موادو څخه يو ېې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل دي.

خو په رپوټ کې زياته شوې ده چې سپينې ماڼۍ ته د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايدن تر داخلیدو وروسته به هم په افغانستان کې ۲۵۰۰ امريکايي سرتيري حضور ولري.

بايدن د دې پلوي کوي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يو کوچنی استخباراتي مرکز حضور ولري، خو طالب مشرانو بیا په افغانستان کې د هر ډول بهرنيو ځواکونو شتون رد کړی دی.

د امریکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د شوي تړون څخه باخبره سرچينې وايي چې داسې هيڅ نخښې نښانې نشته چې حتې د بهرنيو ځواکونو يوه کوچنۍ برخه دې هم په افغانستان کې پاتې شي.

په ورستيو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې چاودنې او جنايي جرمونو زور اخیستی دی. د اوسنيو اکثرو هدفي وژنو او ترورونو مسؤليت هم کومه ډله يا د پخوا په څير طالبان پر غاړه نه اخلي، په داسې حال کې چې افغان حکومت يې پړه پر طالبانو اچوي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح نن پر خپل فيسبوک ليکلي، چې پر ټولنیزو رسنيو داسې يو نوملړ خپور شوی چې ګواکې طالبان غواړي دغه افراد ترور کړي. صالح لیکلي دي: «هڅې روانې دي تر څو د دغې روانې جګړې ريښې پيدا کړو.»

صالح زياته کړې: «طالب له هر هغه چا سره چې طالب نه دی، دښمن دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالبانو له لورې د پيښو د مسؤليتونو نه منل يوه نوې ستراتيژي ښودلې ده. د امریکا متحده ایالاتو پوځ هم تازه ويلي دي چې په افغانستان کې د پیژندل شویو افغانانو د هدفي وژنو ترشا طالبان دي.

 آژانسونه/ټولنيزې رسنۍ/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب