1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د پناه غوښتني د سخت سياست په هکله عريضه ومنل سوه

گل غوټۍ پوپل | ینس توراو
۱۴۰۳ بهمن ۱۱, پنجشنبه

د جرمني په پارلمان کي د پناه غوښتني په برخه کي د یوې سختي پالیسۍ په هکله د دغه هيواد صدراعظمۍ ته کاندید فریدربیش میرڅ عریضه ومنل سوه. صدراعظم شولڅ بيا پر میرڅ باندي په خپل «اغیز» سره د تابو ماتولو تور لگوي.

https://p.dw.com/p/4ppkf
دغه توده موضوع په دې وروستیو کي د بایرن ایالت په آشافنبورگ کي تر هغه وژونکي برید وروسته راپورته سوه
په آلمان کي د پناه غوښتني د سخت سیاست په هکله د میرڅ عريضه ومنل سوهانځور: Markus Schreiber/AP/picture alliance

په یوې تاوده فضا کي، د جرمني پارلمان د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۹) د پناه غوښتني او مهاجرت د پالیسۍ د مناسبې لاري په هکله بحث وکړ. دغه بحث په پارلمان کي د اپوزيسيون د مسیحي ډیموکراټ اتحاد ګوند مشر فریدریش میرڅ پيل کړ، چي د فبرورۍ پر ۲۳ مه نیټه تر نوو پارلماني ټاکنو وروسته د نوي صدراعظم په حیث د ټاکل کیدو ښه چانس لري.

د مسیحي ډیموکراټ او د بایرن ايالت د مسیحي سوسیال گوندونو اتحاد، د آلمان  پارلمان ته دوه وړاندیزونه کړي دي چې د مهاجرت په پالیسي کي د پام وړ سختوالی په نظر کي نیول سوی دی.

یو وړاندیز یې د آلمان د فدرالي پارلمان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د ښي اړخي افراطي د آلمان له پاره بدیل گوند (AfD) په رایو سره ومنل سو.

اړوند:آلمان: د ښي اړخه ګوند له لوري کډوالو ته د «اخراج ټکټ» ويش

شولڅ: "د پناه غوښتنې قانون له تاریخ څخه یو درس دی"

په پیل کي، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ،  چې ښکاريدل فشار پرې ډېر دی، په خپل حکومتي بیان کې وویل چې د مسيحي ډيموکراټ او مسيحي سوسيال اتحاد ګوندونو په خپلو غوښتنلیکونو سره د پناه غوښتني د قانون اساس په تبر وواهه: "د پناه غوښتنې حق د نازي رژیم وحشتونو ته مستقیم ځواب دی. په هغه وخت کي دا د آلمان او اروپا یهودان ول چي پردیو سرحدونو ته اخراج سول. تاریخ موږ ته دا درس راکوي چي آلمان به بیا دغه ډول کارته په هیڅ ډول اجازه ور نه کړي."

شولڅ د میرڅ پلانونه غیر قانوني وبلل. د هغه په خبره د مسيحي ډيموکراټ اتحاد مشر "په زوره" د ښي اړخو افراطیانو سره د کار نه کولو موافقه لغوه کړه.

Gedenkstunde für die Opfer des Holocaust im Deutschen Bundestag
د میرڅ پر تگلاري باندي له پارلمان څخه بهر، د کلیساگانو استازو هم سخت انتقادونه وکړل. انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

میرڅ: "موږ هغه څه کوو چې فکر کوو سم دي"

د مسيحي ډيموکراټ اتحاد ګوند له خوا صدراعظمۍ ته کاندید، په تیرو څو ورځو کي څرګنده کړې وه چي هغه به د ښي اړخه افراطي ګوند «د آلمان له پاره بديل» (AfD) رایې هم ومني، ترڅو وړاندیزونه یې اکثریت ترلاسه کړي.

هغه د آلمان "ZDF" تلويزيون ته وویل: "موږ د اتحاد په فراکسیون کې هغه څه کوو چې موږ فکر کوو په دغه مسله کي سم دي. او که AfD موافق وي، نو موافقه به وکړي، که موافقه و نه کړي، نو باید همداسي یې پریږدي."

په آشافنبورگ کي قتل

دغه توده موضوع په دې وروستیو کي د بایرن ایالت په آشافنبورگ کي تر هغه وژونکي برید وروسته راپورته سوه چي څه موده وړاندي د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون دوه کسان په چړو ووهل سول. شکمن عامل نیول سوی او افغان دی. دا وحشي عمل هم یو له هغو دلایلو څخه دی چي د مهاجرت او پناه غوښتني مسله اوس په ټاکنیز کمپاین کي تر ټولو مهمه موضوع گرځېدلې ده. د آلمان پارلمان د مناظرې په پیل کي په یوې دقیقي چوپتیا سره د دغي پیښي د قربانیانو یادونه وکړه.

اړوند:افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د حل لاري غوښتنه

میرڅ "موږ بالاخره اغیزمنو پریکړو ته اړتیا لرو"

خو سخت تدابير د AfD په مرسته په دې خاطر پلي کړي چي اکثريت ترلاسه کړي؟ تر دې وروستیو پورې، د CDU او CSU محافظه کارانو تل ټینګار کاوه چې دوی به په هیڅ ډول د ښي اړخو افراطیانو سره کار ونه کړي. په حقیقت کې دغه اتحاد په دغو عریضو کې یوه برخه اضافه کړې وه چې پکښې یې د AfD پر پالیسیو سخت انتقادونه کړي وه.

اوس میرڅ په پارلمان کي ویلي دي چي په آشافنبورگ کي تر برید او په مګدیبورګ کې تر کرسمس دمخه بريد وروسته، بايد سیاستوال بلاخره اقدام وکړي: "که خواخوږي او غمشریکي تر دغه ډول بریدونو وروسته مخ پر زیاتیدونکي ډول په یوه سیاسي رسم بدل نه سي، نو باید حداقل له آشافنبورگ او مګدیبورګ وروسته آلمان ته د غیرقانوني مهاجرو د هجوم او په دغه هیواد کي د پناه غوښتونکو د غیرقانوني اوسیدو پر وړاندي بلاخره اغیزمني پریکړي وسي.»

Deutschland Aschaffenburg 2025 | Kerzen erinnern an Opfer tödlicher Messerattacke im Park Schöntal
په آشافنبورگ کی تر خونړي برید وروسته د قربانیانو یادونانځور: Jacob Schröter/dpa/picture alliance

کلیساګانې: "په مجموع کې مهاجرین مه بدناموئ"

د میرڅ پر تگلاري باندي له پارلمان څخه بهر، د کلیساگانو استازو هم سخت انتقادونه وکړل. په برلین کې د پروتستانت او کاتولیکانو کلیساوو استازو پارلماني ډلو ته په مستقیمه وینا کې اعلان وکړ: "د اوسني بحث زماني چوکاټ او د لهجې ډول موږ په ژوره توگه یو له بل سره جلا کوي." او همدارنگه : دا بحث احتمال لري چې "په آلمان کې میشت ټول مهاجرین بدنام کړي او د هغوی پر وړاندي تعصب ته لمن ووهي."

د سرحدونو دوامداره کنټرول او رد کول

په لومړي غوښتنلیک کي د نورو ترڅنگ له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د سرحدونو د دایمي کنټرول او همدارنګه له قانوني اسنادو پرته ټولو کسانو له پاره د ننوتلو د بندیز غوښتنه سوې ده، حتی که هغوی د محافظت غوښتنه هم وکړي. له اخراج سره مخامخ کسان باید توقیف سي او اخراجونه باید هره ورځ ترسره سي.

په دوهم غوښتنلیک کې ياد اتحاد د "داخلي امنیت په پالیسۍ کې د بدلون" غوښتنه کړې ده. په هر صورت، دواړه غوښتنلیکونه د آلمان د حکومت له پاره د کوم مکلفیت استازیتوب نه کوي چي د هغه پر مطابق عمل وکړي.

اړوند:آلمان غواړي سرحدي کنترول وغځوي

په پارلمان کي د جمعې په ورځ: یووار بیا د پناه غوښتنې موضوع

د قانون د سختولو برعکس، کوم چې CDU او CSU يې غواړي د جمعې په ورځ پارلمان رایې ورکړي. دغه پلان د نورو ترڅنگ، د مهاجرت د محدودولو او د هغو کسانو له پاره چې د فرعي محافظت حق لري، د کورنیو د غړو بیا یوځای کیدو ته د پای ته رسېدو زمینه برابروي. دا هغه کسان دي چې په آلمان کې ژوند کوي او پناه نه اخلي، خو د نورو دلایلو له امله په آلمان کې د اوسیدو اجازه لري.

دلته د آلمان له پاره بديل (AfD)، آزاد ډیموکراټ (FDP) او دا ځل د سارا واګنکنيشت (BSW) گوندونو هم اعلان وکړ چې دوی غواړي د  'هو' رایه ورکړي. خو دا قانون باید په پای کي د فدرالي شورا له خوا تصویب سي، چې د۱۶ فدرالي ایالتونو استازي پکښي دي. خو دا چي ایا دا کار به وسي له یوې پرانیستي پوښتني څخه ډېر څه دي. او په هر صورت به، فدرالي شورا یوازې د فبروري مياشتي پر ۲۳مه له نوو پارلماني انتخاباتو وروسته نوموړي موضوع ته رسېدگي وکړي.

جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پارولي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.