1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان اتحادي ګوندونه غواړي د کورنیو الحاق متوقف کړي

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۹, سه‌شنبه

د جرمني د مسيحي ډیموکراټ اتحاد او مسيحي سوسيال اتحاد گوندونو پارلماني فراکسیون غواړي د په اصطلاح «د هجوم د محدودیتد قانون» مسوده د دغه هیواد په پارلمان یا بوندستاگ کي رایه اچونې ته وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/4pjZU
د هغو خلکو له پاره به هم د کورنیو الحاق بند سي چې د محافظت محدود حالت ولري.
د آلمان اتحادي ګوندونه غواړي د کورنیو الحاق متوقف کړيانځور: Patrick Pleul/dpa/picture-alliance

نوموړي فراکسیون څرگنده کړې ده چي د مهاجرت په اړه د بنسټیز محدودیت مسوده به، حتی که لازمه وي د آلمان له پاره بدیل گوند یا  "AFD"، د سارا واگنکنشت ائتلاف یا "BSW" او آزاد ډیموکراټ  "FDP" گوندونو په رایو سره هم تصویب کړي.

د قانون دغه مسوده چې د ۲۰۲۴م کال په سپتمبر مياشت کي معرفي سوی ده، اوس تر لومړنی مطالعې وروسته د بوندستاگ په کمېټو کې پرته ده. خو د دې له پاره چي هغه د جمعې په ورځ د  دوهم او دریم قاطع لوستلو له پاره دبوندستاگ  په اجنډا کي بیرته داخله سي، اتحادي گوندونه به د سوسیال ډیموکراټ ( SPD ) او زرغون- او یا هم د  AfD ، BSW او FDP رضایت ته اړتیا ولري. ټولو وروستیو دریو ګوندونو اعلان کړی دی چې دوی به د مهاجرت  په اړه د سخت محدودیت په پلي کولو کي د اتحاد ملاتړ وکړي.

اړوند:اتریش غواړي د پناه غوښتونکو د کورنۍ غړي د ډي ان اې له مخې یوځای کړي

که دغه لار د جمعې په ورځ تعقیب سي، نو څو جانبه سابقه به رامنځته کړي. له یوې خوا به، په داسي حال کي چي د سوسیال ډیموکراټ گوند (SPD) څخه صدراعظم اولاف شولڅ د سور- زرغون گوندونو د فعلي اقلیت په حکومت کي هیڅ اکثریت نه لري، د پارلماني اپوزیسیون ستر گوند یو قانون تصویب کړي. له بلې خوا تر اوسه پوري د جرمني  په تاریخ کي د AfD گوند پر رایو باندي تکیه کول تابو بلل سوې وه. هغه ګوند چې د اساسي قانون د ساتنې د دفتر له خوا د یوه افراطي ښي اړخه شکمن مورد ، او د آلمان په دریو آیالتونو کي د مطلق ښی اړخه افراطي په توگه طبقه بندي سوی دی.

له مسيحي ډیموکراټ اتحاد  ګوند څخه صدراعظمۍ ته کانديد فریدریش میرڅ، دآلمان  له پاره بدیل گوند، سره همکاري رد کړې ده، خو په دې وروستیو کې یې هغه یوازې فعالو هوکړو ته راجع کړې ده. په آشافنبورگ کي د یوه ۲۸ کلن افغان د چړې تر برید وروسته، هغه استدلال کوي چي اوس باید دغه اقدام عملي سي. سوسیال ډیموکراټ او زرغون گوندونه بیا له AfD سره د په اصطلاح سرې کرښي څخه له تیریدو  خبرداری ورکوي.

اړوند:جرمني: ډېر مهاجر خپلي کورنۍ راغواړي

له "دریم هیواد څخه د اتباعو د غیرقانوني راتګ د محدودیت قانون" مسوده  کي په پام کي نیول سوي چي نه یوازې د غیرقانوني مهاجرت "کنټرول" بلکي "محدودیت" به هم د اقامې په قانون کې له سره درج سي.

د هغو خلکو له پاره به هم د کورنیو الحاق بند سي چې د محافظت محدود حالت ولري. همدارنگه فدرالي پولیس باید پخپله د بندیگرت یا توقیف د غوښتنې وړتیا ولري، ترڅو د هغو کسانو اخراج تضمین کړي چی پرته له معتبرو اسنادو نیول کیږي.

په المان کي اوس سياسي ګوندونه د ټاکنیز کمپاین په وروستي پړاو کې دي او د فبرورۍ مياشتي پر ۲۳ نېټه نوی پارلمان ټاکل کيږي.

ایا المان د مهاجرت له بحران سره مخ دی؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.