1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

۸۷۵ زره افغان ماشومان د سختې خوارځواکی له ګواښ سره مخ دي

۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د بودجې کمښت دوام ومومي نو نیږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

https://p.dw.com/p/4VYs8
په زرهاوو ماشومان وار له مخه  له خوارځواکی سره مخ دي
په زرهاوو ماشومان وار له مخه له خوارځواکی سره مخ ديانځور: picture-alliance/Photoshot

د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د بشري او روغتیايي وضعیت کابو کولو له پاره یې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده چې په ۲۰۲۳م کال کې پرې د افغانانو بنسټيزې روغتیایي اړتیاوې پوره شي.

تردې وړاندې دغه سازمان د بودجې د کمښت له امله د ۳۳ روغتونونو د خدمتونو درېدو خبرداری ورکړی. دغو روغتونونو شاوخوا ۹ میلیونه افغانانو ته روغتیاي خدمتونه وړاندې کول.

د روغتیا نړېوال سازمان په تازه اعلان کې ویل شوي چې که د بودجې کمښت دوام وکړي نو شاوخوا ۸۷۵ زره افغان ماشومان به په سخته خوارځواکۍ اخته شي.

د روغتیا نړېوال سازمان د ۲۰۲۳م کال په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د روغتیا او خوړو سیستم درې کلنه تګلاره د بشپړېدو په درشل کې ده چې د یوې درې کلنې دورې له پاره د دې تګلارې ټول لګښت نیږدې۲،۴ میلیونه ډالر آټکل شوی دی.