1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میليونونو ماشومان له لوږي زوريږي

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو یو پر دريم يعنې ۲۰۰ ميليونه نجونو او هلکانو ته په پوره توگه خواړه نه رسيږې. يونيسف وایې چې دا د ماشومانو خوارځواکۍ، اضافه وزن او ډيرې کمزورتیا سبب کيږې.

https://p.dw.com/p/3ROCJ
Jemen Krieg | unterernährte Kinder
انځور: Reuters/K. Abdullah

د ماشومانو د ساتنې صندوق (يونیسف) په يو رپوټ کې وايې چې په نړۍ کې د ماشومانو يو پر دريم له شپږمياشتنۍ نه تر دوه کلنۍ پورې ورته د بدني او ذهنې ودې له پاره مناسب خواړه نه رسیږې. د یونیسف دغه رپوټ د اکتوبر مياشتې د ۱۶نېټې په درشل کې چې د تغذيې نړیواله ورځ ده خپور شوی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوی چې د ماشومانو ماغزه په ناوړه يا کمو خوړو سره په ښه توګه وده نه کوي او بيا وروسته به هغوی د حافظې په برخه کې له ستونزو سره مخ وی. برسیره پر دې د هغوی بدنې ځواک به دومره کمزوری وي،چې په کوچنۍ ناروغۍ سره به له پښو لويږي.

د یونيسف اجرايي مدیره میرمن هنريتا فوره وايې: »په وروستیو کلونو کې د تکنالوژۍ، کلتورې او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې موږ پر يوه اساسي واقعيت سترګې پټې کړي دي چې که ماشومان سم تغذيه نه شي ژوند به يې شه نه وي.«

د يونیسف دغه چارواکی خبرداری ورکوی، چې د ناسمې تغذیې پيژندل او تر وړاندې مقابله کولو لاري او طريقې باید بدلون ومومي: »مسله دا نه ده، چې دغه ماشومان دې په پوره ډول خواړه وخوري، بلکي اصلي موخه دا ده چې هغوی سم تغذيه شي.«

Fastfood
انځور: dreamer12 - Fotolia.com

 

يونيسف په خپل رپوټ کې د ماشومانو د ناسمو خوړو د ډولونو نوم لړ جوړ کړی دی. ۵۰ میليونه ماشومان د خوارک له لږښت څخه زوريږې او ډير کمزوري دي. ۴۰ ميليونه ماشومان تر پنځه کلنۍ په کم سن کې اضافه وزن لري او چاغ دي. د ماشومانو او تنکيو ځوانانو شمير چې د پنځه او ۱۹ کلونو تر منځ دي، د ناسمو خوړو او خوږو خوړلو له کبله زيات وزن لري.

له ۲۰۰۰څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې دغه شمیر دوه برابره زیات شوی دی. د بيلګې په توګه په ۲۰۱۶م کال کې د آلماني ماشومانو شمیر چې اضافه وزن يې درلود ۲۶ اشياره دوه سلنه وو چې له ۱۹۹۰م کال سره د پرتلنې له مخې ۳۷ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.

د يونیسف په رپوټ کې راغلي دي چې د ناسمو خوړو عادت، د ماشوم د ژوند له هماغه لومړۍ ورځې څخه پيل کيږي. د مثال په توګه که څه هم د مور شیدې د ماشوم له پاره تر ټولو ښه خواړه دی، خو ېوازي په سلو کې ۲۴ يې له شپږو مياشتو څخه په کم عمر کې د مور شيدې خوري.

په هغو هيوادونو کې چې وګړې يې منځنی عاید لري، لکه برازيل، چين، ترکیه د وچو شیدو پلورل هم په څرګند ډول ډير شوي دي. یونیسف د دې لامل له ټولو څخه زيات د (بازار موندنې له نامناسبه تبليغاتو) څخه ګڼي.