1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: په افغانستان کې د زرګونو ماشومانو ژوند په خطر کې دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

«یونیسف» ویلي دي، چي دغه بنسټ د هغو خوړو د چمتو کولو په برخه کې د بودجې له کمښت سره مخامخ دی چې په درملنه کې مرسته کوي. دغه بنسټ ویلي دي، چي د یادو خوړو د برابرولو له پاره ۲۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4RCyK
Afghanistan Taliban schränken Frauenrechte immer weiter ein
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

یونیسف په یوه ټویټ کي لیکلي دي: «موږ په افغانستان کي د روغتیايي خوړولو له پاره د بودجې له کمښت سره مخامخ یوو.»

یونیسف له خوارځواکۍ سره د مخامخو ماشومانو له پاره دغه روغتیايي خواړه چمتو کول «ژغورونکي» ګڼلي او ویلي یې دي چي په هغه صورت کي، چي د دې خوړو له پاره اضافي بودجه ونه لري «ښايي په زرګونو ماشومان د سختي خوارځواکۍ له امله ومري.»

د یوې بلي ویډیويي اعلامي پر بنسټ، چي دغه سازمان خپره کړې ده، د یونیسف د تغذيې د څانګي مسؤل ګالوین ویلي دي، چي سږکال ۸۷۵ زره ماشومان له سختي خوارځواکۍ کړیږي.

ګالوین ویلي دي:« سخته خوارځواکي په لنډ وخت کي انسان وژني او د عمر په اوږدو کي یې پر ذهني ودي اغېز ښندي.»

اړوند: يونيسف: هرکال ۱۲ ميليونه ماشومان اجباري وديږي

یونیسف ویلي دي، د سختي خوارځواکۍ د درملني له پاره روغتیايي خواړه چمتو کول ډېر اغیز لرونکي دي او کولای سي، چي په اتو اونیو کي دغه ستونزه حل کړي. خو دغه بنسټ وايي، اوسمهال د دغو روغتیايي خوړو د چمتو کولو له پاره د بودجې له کمښت سره مخامخ دي.

اړوند: «په افغانستان او سویلي اسیا کي په میلونونو کوچنیان مرستي ته اړ دي»

نه یوازي یونیسف بلکي د ملګرو ملتونو نوري ادارې هم افغانستان ته په مرسته رسولو کي د بودجې له کمښت سره لاس او ګرېوان دي. ملګرو ملتونو ویلي دي، چي سږکال افغانستان ته د مرستو لېږلو له پاره ۴،۶ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري، چي تراوسه يې یوازي اووه سلنه تامین سوې ده. 

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

له یوې خوا د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي بندیزونه او له بلي خوا نورو نړیوالو کړکیچونو د مرستندویه هیوادونو  پاملرنه اوښتل د دې سبب سوي دي، چي له افغانستان سره په ژمنه سویو بشري مرستو کي کمښت راسي.