1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ښاریان: یو شمېر قصابان د مردار سویو څارویو غوښي پلوري

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

کندهارښاروالۍ هم دغه شکایت مني او وايي، په دې تړاو يې ۲۰ قصابان نیولي، چي د مردار سویو غوایانو او پسونو غوښي يې پلورلې. روغتیا پالان وايي، له دغسي غوښو څخه د معدې خطرناکي ناروغۍ پيدا کیږي.

https://p.dw.com/p/4PQg7
خواړه | غوښه، میوه او حبوبات
خواړه | غوښه، میوه او حبوباتانځور: santilli/YAY Images/IMAGO

د کندهار ښار د بېلا بېلو ناحیو اوسیدونکي شکایت کوي، چي په دغه ښار کي یو شمېر قصابان د خپلي ګټي په خاطر د مردار سویو څارویو غیري صحي غوښي خرڅوي. 

د ښاریانو په خبره، له یوې خوا ګراني، وزګارتیا او بیا د یو شمېر قصابانو داسي غیري انساني کړنه هغه څه دي، چي د دوی ژوند يې لاهم ور تریخ کړی دی. 
ښاریان وايي، په دې اړه یې خپل ږغ په څو واري د ښاروالۍ تر مسؤلینو رسولی دی.

اړوند:  په کندهار ښار کې د يکشنبې په ورځ د غوښې پر پلور بندیز لګول شوی

د کندهار ښار د درېیمي ناحيې یو تن اوسیدونکی رحیم الله په دې اړه دویچه ویله ته وویل: » په دې فرض روژه کي باید صحي غوښه په ارزانه بیه خرڅېدلای، خو له بده مرغه، یو شمېر قصابان یوازي د خپلي اقتصادي ګټي په خاطر د مردار سویو حیواناتو غوښي خرڅوي.»

نیوزیلینډ | د څارویو پالنه
نیوزیلینډ | د څارویو پالنهانځور: William West/AFP/Getty Images

د رحیم الله په خبره، د داسي غوښو خرڅول د روغتیايي ستونزو ترڅنګ «د اسلام له نظره هم حرام کار دی او باید قصابان پر دغه مظلوم ولس زړه وسوځي.»

د کندهار ښار د څلورمي ناحيې اوسیدونکی میرویس هم ورته خبره کوي او له ښاروالۍ ریاست څخه غواړي، چي د دغسي کړنو مخه ونیسي، ترڅو په کندهار ښار کي د نرخونو په دې ګرانۍ کي ښاریان، چي په ځیني ان په میاشت کي لا د غوښو رانیولو توان نه لري «صحي غوښي کور ته یوسي.» 

د نوموړي په خبره، څو واري يې په خپلو سترګو لیدلي، چي یو شمېر قصابان داسي غوښي پلورلي، چي هیڅ د خوراک نه وي، خو «څوک يې مخه نه نیسي.»

اړوند: د کومو حيواناتو غوښه تر ټولو زیاته خوړل کيږي؟

د میرویس روغتون یو تن ډاکټر محمد شفیق وايي، د مردار سويو څارویو غوښه نه یوازي د اسلام بلکي د طیب له نظره هم باید ونه خوړل سي، ځکه دده په قول «له دغسي غوښو خوړولو څخه انسانانو ته د معدې خطرناکي ناروغۍ پيداکیږي.»

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمری څرګند وايي، د نظارت څانګه يې فعاله ده او په اوونۍ کي د ښار له بېلا بیلو قصابیو څخه پر وخت څارنه کوي. 

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کي يې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ ۲۰ تنه هغه قصابان نیولي، چي د مردار سویو څارویو غوښي يې پلورلې. 

څرګند دویچه ویله ته وویل، د یادو قصابانو سره يې « ۱۰۰ مردار سوي غوايي او ۳۵ مردار سوي پسونه هم نیولي دي.» 

اړوند: یوروپول د آس غوښي د پلورلو په تړاو ۶۶ کسان نیولې دي

نوموړی زیاتوي، نیول سوي قصابان يې عدلي او قضايي څانګو ته سپارلي دي. 

په ترکیې کې افغان شپانه
په ترکیې کې افغان شپانهانځور: BULENT KILIC/AFP

د کندهار د قصابانو د ټولني مشر حاجي رحیمي دویچه ویله ته وویل: »په دې اړه مو اورېدلي دي، خو ښاروالۍ زموږ سره د قصابانو د نیولو په اړه خبره نه ده شریکه کړې.«
دده په قول، که چیري په دغسي مسایلو کي دوی هم په جریان کي واچول سي، نو به د ستونزو حل لا هم اسان سي. 

کندهار ښاریان په داسي حال کي د ځینو قصابانو له خوا د مردار سویو څارویو د غوښو د پلورولو څخه شکایت کوي، چي په دې وروستیو کي په دغه ښار کي د هري یکشنبې په ورځ پر غوښو خرڅولو بندیز لګېدلی دی، چي د ښاروالۍ مسؤلین يې د سبزیجاتو د خوراک کلتور دودولو او د زیاتو غوښو د لګښت مخ نیوی ګڼي.

زموږ له ارشیف څخه: