1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د چرګانو غوښي د روغتيا له پاره مضري دي»

۱۳۹۸ فروردین ۳۰, جمعه

د کارپوهانو په آند د چرګانو په غوښه کې موجود انتي بيوتيک کيدای شي د انسان د روغتيا له پاره بې حده مضر تمام شي. د چرګانو په صنعت کې د انتي بيوتيکو کارول، د انسانانو روغتيا له پاره شديد خطرونو رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/3H4XD
Stellvertreter für DW Euromaxx Unterrubriken "A la Carte"

د آلمان د چاپيريال ساتنې او مصرف کوونکې ټولني، جرمن واچ، د دغه هيواد په مارکيټونو کې د چرګانو په غوښه کې د موجودو انټي بیوتيکو پر وړاندې د مقاومت لرونکو بکترياو د شتون په اړه انديښنه ښکاره کړې ده.

جرمن واچ وروسته له هغې چې د دغو غوښو نمونې يې په لابراتور کې معاينه کړې، د معايناتو د ترلاسه شوو نتايجو په رڼا کې يې دغه انديښنه ښکاره کړې ده. د آلمان په مارکيټونو کې د چرګانو غوښه ډيره ارزانه ده.

د يادې ټولنې په حواله، په مارکيټونو کې د شته غوښو له نيمايي څخه ډيري يې د روغتيا له پاره مضرې دي.

جرمن واچ ويلي دي چې دوی له مارکيټونو څخه د چرګانو د غوښې مختلفې نمونې ترلاسه او د پوهنتون په لابراټور کې يې ورباندې څيړنې کړي دي. د دغو نمونو په ۵۶ سلنه کې يې د داسې باکترياوې موجوديت ښودل شوی چې د انتي بيوتيکو پر وړاندې مقاومت کولای شي. په آلمان کې د چرګانو غوښې په هيواد دننه د چرګانو غوښې د توليد په څلور تر ټولو لويو کمپنيو کې تياريږي.

د جرمن واچ په خبره، د ليدل، نيتو، ريال، الدي او پيني مارکيټونو څخه د چرګانو ترلاسه شوي غوښو په نمونو کې يو پر دريمه برخه يې د انتي بيوتيکو پر وړاندي مقاومتي بکترياوي لرونکي دي.

خو د آلمان د کرهڼې وزارت بيا د جرمن واچ دغه تحقيق رد کړی او ويلې دي چې د چرګانو په صنعت کې په ډیره لږه پیمانه انټي بيوتيک کارول کيږي. له بل لور داسې هم ليدل شوي چې د انسانانو په  وجود کې د بکترياوو د لمنځه وړلو په موخه د انتي بيوتيکو درملو په اغيز کې هم کمښت راغلی دی.

کارپوهان په دې آند دي چې د چرګانو په صنعت کې په هر اندازه ډير انتي بيوتیک وکارول شي په هماغه اندازه د دغو درملو پر وړاندې مقاومتي بکترياوې هم ډيريږي. دوی وايي دغه وضعيت په نهایت کې د انسان روغتيا ته د سختو خطرونو د رامنځ ته کيدو سبب کيدای شي.

دوی وايي که د چرګانو غوښه په ښه توګه پخه شي، نو په هغه کې شته بکترياوې له منځه ځي، خو له دې پرته په غوښه کې شته بکترياوې کولای شي مصرف کوونکي په سختو ناروغيو اخته کړي.

کارپوهان وايي له دغو بکترياو څخه هر انسان ناروغيدای شي او که چيرې دغه ناروغۍ پرمختللې شي حتی د ناروغ د مړيني سبب هم ګرځي.

کارپوهان وايي حتی پر هغه تخته چې دغه غوښې ورباندې وړه کيږي هم بکترياوې پاتيږي. هغه کسان چې د چرګانو غوښې د توليد په شرکتونو کې کار کوي هم د دغو مقاومت لرونکو بکترياو ښکار ګرځيدلای شي. د دوی وجود ته دغه بکترياوې د تنفس له لارې داخليږي.