1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کندهار ته د غزني له لاري د برېښنا رسولو پروژه پيل سوې»

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبه

د کندهار د برېښنا شرکت مسئولين وايي چي د غزني له لاري کندهار ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا غځولو درېدلې لړۍ بیا پیل سوې ده. پر دغي پروژې ۲،۲ میليونه ډالره لګښت راځي چي د افغانستان برېښنا شرکت له خوا ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4ORfC
آرشيف انځور: په افغانستان کې د بریښنا زاړه مړي هم ډير خت ستونزې جوړوي
آرشيف انځور: په افغانستان کې د بریښنا زاړه مړي هم ډير خت ستونزې جوړويانځور: Getty Images/J. Moore

د کندهار د برېښنا شرکت عملیاتي مسؤل الهام امیري دویچه ویله ته وویل یاده  پروژه به د ۱۲۵ ورځو په جریان کي پای ته ورسیږي چي په خبره يې د کندهار ښار د روښانولو ترڅنګ به په دغه ولایت کي د زیاتو تړلو فابریکو دروازې یوار بیا د کار ګرو پرمخ  پرانیستل سي.

الهام وايي چي په لومړي قدم کي به د پایو درولو لړۍ پیل کړي او نوري چاري به يې دستي ورپسې شروع سي چي په د پایو درلو په دغه بهیر کي به هم ډېرو کسانو ته د کار زمینه چمتو کیږي.

هغه وويل: «له دې لاري د هیواد د برېښنا شمال شرق سیسټم د جنوب شرق د برېښنا له سیسټم سره نښلول کیږي او یاده پروژه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چي غزني، زابل او له کندهار ولایتونو څخه تېریږي.»

اړوند: د برېښنا بندیدو د افغانستان تولیدي فابریکې فلج کړي دي

د ده په قول پر دې پروژه ۲،۲ میليونه امریکايي ډالره لګښت راځي چي د دوی د شرکت له خوا ورکول کیږي. 

ویل کیږي چي د دې پروژې په لار کي به فابریکې، طبي، زراعتي او ښوونیز مرکزونه هم له دې برېښنا څخه برخمن سي.

نړيوال کارځایونه په دوامداره برېښنا چلیږي او په زرهاوو کارګران پکښي کار کوي
نړيوال کارځایونه په دوامداره برېښنا چلیږي او په زرهاوو کارګران پکښي کار کويانځور: Jelena Djukic Pejic/DW

په کندهار صنعتي پارک کي د اوړو د یوې لويي فابریکې مسؤل حاجي محمد داؤد د یادي برېښنايي پروژې بیا پیلیدلو ته ډېر خوشحال دی او وايي که دا پروژه لکه څنګه، چي ویل سوې همداسي عملی سي، نو په کندهار کي به یوار بیا د صنعت ماشینونه پر چلښت راولي او زیاتو کسانو ته به يې مستقیم او غیري مستقیم ګټه ورسیږي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

دی وايي: «د کندهار صنعتي پارک ۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چي اوس موږ له ۱۰ نیولې تر ۱۵ میګاواټه برېښنا لرو او نور له جنراټورونو څخه کار اخلو چي د برېښنا یاد کمښت نه یوازي زموږ د کار خنډ او ځنډ ګرځي، بلکي ترڅنګ يې لګښتونه هم لوړیږي چي تاوان يې عام ولس ته رسیږي.»

اړوند: هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزی وتړل شو

نوموړی زیاتوي، اوس ۷۵ کارګران ورسره کار کوي، که چیري برېښنا دوامداره ورته ورسیږي، نو د کارګرانو شمېر به یو په دوه کړي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په کندهار کي د صنایع او معدنونو خوني رئیس سید سرور اماني هم د یادي برېښنايي لړۍ بیا پیلیدل د کندهار د صنعت له پاره یو زیری ګڼي، خو له مسؤلینو غواړي چي د کندهار د صنعتي پارک له پاره د دوامدري برېښنا په غم خوړولو سره د کندهار یانو اقتصاد وغوړوي.

برېښنا د ژوند مهمه اړتیا
برېښنا د ژوند مهمه اړتیا انځور: DW/A. Knobloch

اماني وايي همدا اوس داسي بیلا بیلي فابریکي په یاد صنعتي پارک سته چي په نړيوال معیار ماشینري لري، خو د «برېښنا د کمښت له امله يې سامانونه همداسي په کارټنانو کي بند پاته دي.»
 اړوند: آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟
دی زیاتوي: «همدااوس ۵۰۰۰ کارګران په کندهار صنعتي پارک کي په کار اخته دي او که برېښنا دوامداره سي، نو د فابریکو فعالیت به زیات او کارګران به تر ۱۰۰۰۰ ډېر سي.»

کندهاري صنعتکاران او عام خلک له مسؤلینو غواړي، یاده برېښنايي پروژه د قرارداد سره سمه عملي کړي او که د مخکنیو یو شمیر نورو پروژو په ډول تش په نامه وي نو تر ګټه به يې اقتصادي ضربه زیاته وي.

د یادي پروژې بشپړونکی شرکت «سایقه» استازی سیامک غفاري د کندهاري صنعتکارانو اندېښنې پرځای ګڼي، خو زیاتوي دا پروژه به د خپلي اوږدې تجربې له مخي په معیاري ډول داسي سرته رسوي، خو په دې لار کي د مسؤلینو او خلکو مرسته اړینه ګڼي.

بنګله دېش کي د یوې کارخانې محصولات
بنګله دېش کي د یوې کارخانې محصولاتانځور: Rajib Paul/DW

محمد اسماعیل د کندهار ښار یو اوسیدونکی چي له پروسږکال راهیسي وزګار دی وايي، د دې خبر په اورېدو خوشحاله دی، خو هغه وخت به لا خوشحاله سي چي په نویو پرانیستل کیدونکو فابریکو کي کار پيدا او «د کورنۍ له پاره په بازارکي د خوراکي شیانو رانیولو ته په ډک جېب ولاړ سي.»