1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

کريملين د پريګوژين د طيارې په سقوط کې لاس لرل رد کړل

۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

د روسيې د ولسمشر وياند ديمتري پېسکوف هغه آوازې رد کړې چې ګويا کريملين دې د پريګوژين الوتکې سقوط کې لاس لرلی وي.

https://p.dw.com/p/4VaQt
کريملين د پريګوژين د طيارې په سقوط کې لاس لرل رد کړل
کريملين د پريګوژين د طيارې په سقوط کې لاس لرل رد کړلانځور: Investigative Committee of Russia/Handout/REUTERS

د کريملين وياند، دميتري پېسکوف د جمعې په ورځ په مسکو کې وويل چې »دا بشپړ درواغ دي.« د پريګوژين د الوتکې د سقوط د لامل په هکله آوازې د چهارشنبې په ورځ پيل شوې چې د پېسکوف په خبره »په لويديځ کې د يوه خاص کونج څخه« ورته لمن ووهل شوه. 

دغه خبره پېسکوف د آلمان خبري آژانس په حواله روسي خبريالانو ته کړې ده. نوموړي دا هم وويل چې کريملين بايد لومړی د پلټنو له لارې د پريګوژين مرګ تائيد کړي. 

ورته نور ولولئ: پوتين: پريګوژين په خپل ژوند کي «سخت اشتباهات» کړي دي

د هغه په خبره »کله چې رسمي نتايج خپرېدو ته چمتو وي، نو خپاره به شي.« پريګوژين د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين يو نژدې باوري کس وو چې د واګنر په نوم اجير ځواک يې د اوکراين په جګړه کې ستر رول لوباوه. 

ورته نور ولولئ: پریګوژین: د پرځولو اراده مو نه لرله، هدف مو د واګنر ځواک ساتل وو

خو پريګوژین په جون مياشت کې د روسيې د پوځي مشرتابه په وړاندې بغاوت وکړ چې په پايله کې خاين هم وبلل شو. داسې ښکاري چې پريګوژين ښايي اوس د يوې طيارې د لويدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د اوکراین جګړې په تړاو زموږ له آرشیفه یو انځوریز البوم: