1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهکاناډا

کاناډا: په ترافیکي پيښه کې ۱۵ کسان وژل سوي دي

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د کاناډا په منیتوبای ایالات کي د یوې ټرافیکي پیښي پرمهال ۱۵ کسان وژل سوي دي. په دې پېښه کي هغه بس موټر چي سپين ږیري خلک يې وړل له یوې لارۍ سره ټکر سوی دی.

https://p.dw.com/p/4SeyR
Kanada, Carberry  | Schwerer Verkehrsunfall mit 15 Toten
انځور: Nirmesh Vadera/AFP/Getty Images

پولیس وايي چي یو کوچنی بس چي سپين ږیري خلک يې انتقالول د منیتو ولایت په یوه کلیواله سیمه کي له یوې لارۍ سره ټکر سوی دی، چي په پایله کي يې ۱۵ کسان وژل سوي دي.

په منیتوبا کي د پولیسو یو مشر پاپ هیل وايي، په بس کي ۲۵ کسان سپاره ول چي لس يې روغتون ته وړل سوي دي.

زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی

دغه د موټرو ټکر د دوو لویو سړکونو په نښتې برخه کي کاربري ښار ته نژدې پېښ سوی دی. یاده سیمه د ولایت له مرکز څخه ۱۷۰ کیلو میتره لیري ده.

د موټر سپرلۍ د زړو له کور څخه په کاربري ښار کي یوقمار ځای یا کازینو ته بېول کېدل.

پولیس وايي د بس او لارۍ موټروانان ژوندي دي، خو معلومه نه ده چي کوم یو ملامت دی.

د کندهار-کابل پر لویه لار ترافیکي پيښې مرګ ژوبله اړولې ده

د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو په یو ټویټ کي لیکلي دي: «د منیتوبا په کاربري کي خبرونه یوه داسي تراژیدي دي چي د سړي زړه ته نه لویږي. زه هغو کسانو ته، چي په دې پېښه کي يې خپلوان وژل سوي دي د زړه له تله خواخوږۍ څرګندوم او د ټپیانو په فکر کي یم.»

زموږ یوټیوب پاڼه 

په تېره یوه لسیزه کي دا په کاناډا کي د لویي لاري یوه تر ټولو خونړۍ پېښه ده، تر ټولو زړه بوږونکې ترافیکي پېښه په ۱۹۹۷م کال کي هغه مهال پېښه سوه چي د سپين ږیرو خلکو لېږدونکی موټر یوې درې ته ور ولوېدی او ۴۴ کسان پکښي ووژل سول.