1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویس له پاکستانه اېستل شویو افغان کډوالو سره مرسته کوي

۱۴۰۲ دی ۸, جمعه

په اسلام آباد کې د سویس سفارت، له پاکستانه اېستل شویو افغان کډوالو سره ۴،۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ai0I
آرشیف انځور: پاکستان په دغه هېواد کې بې اسنادو افغان کډوالو ته یو میاشت ضرب الاجل ټاکلی ؤ
آرشیف انځور: پاکستان په دغه هېواد کې بې اسنادو افغان کډوالو ته یو میاشت ضرب الاجل ټاکلی ؤانځور: Ryaz Sayed/DW

په پاکستانکې د سویس سفارت پر خپله اکس پاڼه لېکلي چې دا پیسې به د هرات له زلزله ځپلو سره په مرستو هم ولګول شي.

«سویس له افغانستان سره ولاړ دی ۴،۲۵ میلیونه ډالر هغو کورنیو سره چې له پاکستانه ستانه شوي او په هرات کې زلزله ځپلو کورنیو سره په مرستو لګول کیږي.»

پاکستانپه تېر نوامبر مياشت کې اعلان وکړ چې له دغه هيواده ټول هغه افغان کډوال باسي چې هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري. سره له دې چې تراوسه څرګنده نه ده چې د پاکستان له دغه اعلان وروسته څومره افغان کډوال په زور افغانستان ته شړل شوي، خو نارسمي شمېرې ښيي چې ښايي نیږدې یو میلیون افغانان افغانستان ته ستانه شوي وي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

له دغوکډوالو سره د پاکستاني چارواکو د ناسم چلند رپوټونه هم ورکړل شوي او د رپوټونو له مخې ډېرو ته یې هلته د ګټل شویو پانګو د لېږد اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت